د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د حاجي غلام فاروق په نوم يوه افغان پانګوال له ایران څخه د موټرو د رنګ د تولید فابریکه افغانستان ته را انتقال کړې ده.

سرچينې ويلي، د فابریکې ټول وسایل هېواد ته لېږدول شوي، د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ په (شنه کلي) کې یې د نصب چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به په تولید پیل وکړي.

د فابریکې د انتقال او جوړولو لګښت نږدې درې میلیونه امریکایي ډالر ښودل شوی دی.

ياد پانګوال د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ويلي، چې د افغان حکومت اړونده ادارو ورسره ښه همکاري کړې او دی به په اسلامي او ملي روحيه د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

هغه زیاته کړې، چې اوسمهال هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط ښه شوي او هیله لري چې دا فابریکه به د خلکو لپاره د کارموندنې مهم فرصتونه رامنځته کړي.

په ورته مهال د پنجشېر والي یاد پانګه وال ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، چې د پانګه والو هڅونه د افغان حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.

د نوموړي په وینا، هېواد اوس د پرمختګ په لور روان دی او پانګه وال دې د اقتصادي ثبات په رامنځته کولو کې لا هڅې وکړي.

حاجي غلام فاروق ويلي، په ایران کې یې په خپل شرکت کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کار بوخت وو او په افغانستان کې به له دې ډېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه ويلي، چې په تېرو حکومتونو کې یې هم د فابریکې د انتقال هڅه کړې وه، خو د امنیتي ستونزو له امله بریالی شوی نه و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version