Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټرانسپورټ وزارت تېر کال د هوايي ډګرونو په خدماتو، د مسافرو لېږد رالېږد، او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري
    افغانستان

    ټرانسپورټ وزارت تېر کال د هوايي ډګرونو په خدماتو، د مسافرو لېږد رالېږد، او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري

    عمران آغاعمران آغا26 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسئولینو نن د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د هېواد له هوایي ډګرونو څخه د ۱۲۵۰۳ الوتنو په ترڅ کې ۱ میلیون ۸۹۷ زره او ۲۷۳ مسافر لېږدول شوي، چې له دې جملې ۷۷۴۷۰۰ تنو د هېواد په داخل کې او ۱ میلیون ۱۲۲ زره او ۵۸۳ تنو له هېواد څخه بهر سفر کړی دی.

    د ټرانسپورټ وزارت مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې ۵۴۷۰۳۸ باروړونکو وسایطو له افغانستان څخه، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ایران او پاکستان هېوادونو او ۴۳۴۷۰۹ نورو وسایطو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته، تګ او راتګ کړی دی. همدا راز ۴۱۳۷۰ وسایط د ټرانسپورټي بندرونو له لارې هم تللي او راغلي دي.

    همدارنګه، په وروستي یوه کال کې ۴۲۱۸۹۵ باروړونکو او ۳ میلیونه ۷۲۲ زره او ۲۸۳ مسافر وړونکو وسایطو د هېواد د ولایتونو ترمنځ تګ او راتګ کړی او د هېواد له هوایي حریم څخه، په ټولیز ډول ۴۰۰۱۶ عبوري پروازونه تر سره شوي، چې د مخکیني کال په پرتله پام وړ زیاتوالی په ډاګه کوي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې ۳۰ زره حاجیان په خوندي ډول، د حج فریضې ادا کولو په موخه، سعودي عربستان او له هغه ځایه بیرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

    د وزارت د چارواکو په خبره، په نړیوال هوایي ډګر د خوست د هوایي ډګر بدلول او د  اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو ترڅنګ، د اتو نړیوالو شرکتونو الوتنو ته د خدمتونو وړاندې کول؛ په وروستي یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

    همداراز، په تېر کال کې د هوایي چلند برخه کې ۱۸ پروژې تطبیق شوي، د ملکي هوايي چلند له انسټيټيوټ څخه ۱۱۲ تنه فارغ او ۱۵۰ تنه نوي محصلین جذب شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه د وزارت په خالي بستونو کې پر دندو ګمارل شوي او د هېواد په هوایي ډګرونو کې د مسلکي کسانو لخوا د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کار کوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره، ۶۶ روزنیز پروګرامونه هم جوړ شوي دي. 

    مسئولین زیاتوي، چې له سپين بولدک، تورخم او کابل څخه، لسګونه زره راستانه شوي کډوال، خپلو سيمو او مېنو ته په وړيا او خوندي ډول لېږدول شوي دي. همدارنګه، په کابل ولایت کې د معیاري ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په موخه، څه باندې درې نیم زره جریبه ځمکه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته انتقال شوې ده.

    مخکینۍ مقالهپاکستان ته د ۶۵ په قيمتي توکو بار موټرو د قاچاق مخه نيول شوې
    راتلونکي مقاله د قوشتېپې کانال د لومړي فاز‌ د ودانيو جوړولو او ډيزاين قرارداد به ډېر ژر لاسليک شي

    مربوطه لیکنې

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    فلیپین کې د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزله شوې

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    فلیپین کې د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزله شوې

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.