د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا باید د سوریې په روان کړکېچ کې مداخله ونه کړي.

د نوموړي په وینا: «سوريه په ګډوډۍ کې ده، دا هېواد زموږ متحد نه دى او نه هم دا جګړه زمونږ ده، پرېږدئ چې دوی په خپل مسیر لاړ شي او مداخله مه کوئ.»

ټرمپ همدا راز ویلي چې د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې جنګېدونکو ډلو په سوریه کې ډېر ښارونه نیولي او اوس په دمشق د برید او د بشارالاسد رژیم د نسکورولو لپاره تیاری نیسي.

ټرمپ د سوریې سختې جګړې ته په اشارې ویلي، چې روسیه نور د اوکراین د سختې جګړې او له ۶۰۰ زرو څخه د زیاتو پوځیانو د وژل کېدو له امله په سوریه کې د وسله‌والو له پرمختګ سره د مقابلې توان نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version