
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د چین ولسمشر شي جینپینګ ورته ویلي، د هغه د ولسمشرۍ پر مهال به پر تایوان پوځي یرغل ونهکړي.
د بریتانیا «ګارډین» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې له فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې کړي.
ټرمپ ویلي:«شي راته وویل، تر څو چې ته ولسمشر یې، دا ډول اقدام (پر تایوان برید) به نه کېږي. زه پر دې باور یم، چې تر څو زه دلته یم، (ولسمشر یم)، کومه پېښه به رامنځته نهشي؛ خو وبه ګورو.»
ګارډین لیکلي، په واشنګټن کې د چین سفارت د دې ادعا په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او وایي، که اړتیا شي د زور له لارې به هم دا ټاپو بېرته له چین سره یوځای کړي؛ خو تایوان په کلکه د چین دا ادعا ردوي.
سره له دې چې واشنګټن د تایوان مهم نظامي ملاتړ کوونکی هېواد دی، خو د ډېرو هېوادونو په څېر له تایوان سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.