
رویټرز راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ويلي، چې له ایران سره جګړه ښايي په راتلونکو۲ یا ۳ اوونيو کې پای ته ورسېږي.
نوموړي ويلي، چې د هغه هدف هېڅکله په ایران کې د رژيم بدلون نه و بلکې اصلي هدف یې دا و، چې ایران ونشي کړی اټومي وسلې ترلاسه کړي او په وینا یې دا هدف یې ترلاسه کړی.
ټرمپ په داسې حال کې د جګړې د پای ته رسېدو اټکل کوي، چې تازه یې خپل سلګونه سرتېري پر ايران د ځمکني احتمالي برید په موخه منځني ختیځ ته استولي او بل خوا ايران هم جګړې ته د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی.

