د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا راتلونکي ولسمشر ټرمپ سره په کتنه کې د نوموړي له‌خوا د کاناډا پر وارداتو د ۲۵ فیصده تعرفې پر وضع کولو خبرې کړې دي.

ټروډو ټرمپ ته ویلي، ۲۵ سلنه مالیاتي تعرفه به د کاناډا اقتصاد له‌منځه یوسي. بل خوا ټرمپ ورته په خندوونکي انداز سره ویلي، که کاناډا امریکا ته تعرفې نه شي ورکولی نو د امریکا یو پنځوسم ایالت دې شي.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، ۷۸ کلن ټرمپ دغه څرګندونې تېره اونۍ په مارالاګو ماڼۍ کې له ټروډو سره د ماښامنۍ مېلمستیا پر مهال کړې دي.

د یادونې وړ ده چې پر مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دغه انځور د امریکا راتلونکي ولسمشر ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې ټرو سوشیل خپور کړی او ورسره یې لیکلي، «اوه کاناډا.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version