Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»ټلواله او د پاکستان دښمنۍ کاذبه ادعا
    تورې څېرې

    ټلواله او د پاکستان دښمنۍ کاذبه ادعا

    صابر افغانصابر افغان14 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    انسانان دوه ډوله وي؛ يو هغه چې له اول تر آخره ثبات لري او په يو حالت پاتي وي، بل هغه چې له وخت سره بدلون مومي او اصلا ثبات نه لري او زموږ په نزد همدا په يوه ټولنه، سياسي ګوند او نظام هم اطلاق کيږي.

    بعضې ټولنې او سياسي ګوندونه يا نظامونه ثابت پاتي کيږي او ډير کم داسې راځي چې د فکر، تګ لارې او ليد لوري بدلون پکې راشي؛ خو بعضې ټولنې او سیاسي ګوندونه اصلا ثبات نه لري، نه ليد لوری او تګلاره او نه هم د دغو شيانو پروا لري.

    د دې پورته خبرې د ثبوت په خاطر موږ د سياسي ګوندونو او يا هم نظام دوه بيلګې وړاندې کوو، لکه نظام د پاکستان او سياسي ګوند شمالي ټلواله. دا دواړه هيڅ تګلاره، لوری او ثبات نه لري، بلکې د وخت سره چرخ خوري او د هيڅ شي پروا نه لري، بلکې دوی ته له ليد لوري، تګلاري او ثبات څخه زیات خپلې موخې او ګټې مهمې دي او اولویت ورته لري.

    شمالي ټلواله د نړۍ يو د ګوتو په شمیر له هغو ګوندونو څخه ده چې د وخت په تېرېدو سره د هر نظام په راتګ سره بدله شوې او هر ډول ته يې اتڼ کړی. همدا ټلواله وه چې د پاکستان يو له سترو متحدينو څخه وه ان تر دې چې د افغانستان د جهاد په دوران کې یې د هغه وخت د پاکستان د ولسمشر ضيا الحق د مړينې رسمي فاتحې واخستلې او انځورونه يې په خپلو دفترونو کې را ځوړند کړل. ښه مثال يې د پخواني په نوم جمعيت مشر برهان الدین رباني، د پنجشير خود ساخته اتل احمدشاه مسعود او… او… دي؛ او تر دې هم ښه مثال د خود ساخته امپراتورِ بلخ انځورونه، ويډيو او نور ډير توکي دي چې لا هم په ميډيا کې پراته دي.

    پاکستان تر هغې د دوی يار او اقا و چې تر کومه د دوی ګټې وې، خو چې د ارواښاد مشر ملا صاحب په راتګ چې دوی له کابل او د افغانستان له نورو ولايتونو ګيلک ټول او تر پنجشير محدود شول نو پاکستان يې دښمن شو او‌ د پاکستان دغه دښمني يې هم موقتي او د حالاتو او ګټو تر څرخ پورې وه.

    ټلواله چې د امريکا په ټانګونو سپاره کابل ته راغله، اولنی شعار يې د پاکستان پر ضد د دښمنۍ ؤ. دوی دغه دښمني يواځې تر شعاره محدود کړې وه، خو په حقیقت کې د ټلوالې د ډيرو غړو کورنۍ د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ ته د تګ فوق العاده ويزې لرلې.

    د دې خبرې د ثبوت لپاره دا کافي ده چې په کابل کې د پاکستان د سفارت د شا او خوا د امنيت او ساتنې ذمه جنرال جرات اخيستې وه. او هغه وخت چې څوک کابل کې د پاکستان سفارت ته تلل يا يې ويزې اخستلې هغوی به په سلګونو کرته تورې لنډ کروزرې ليدلي وي چې د اسلام آباد سفارت مخې ته درېدلې او د ټلوالې د غړو کورنۍ، ښځينه او ماشومان به ترې ښکته شول او فوق العاده ويزې به يې په څو دقيقو او ساعتونو کې اخستلې.

    د همدې ټلولې غړو به شپه ورځ يوه کړې وه او پاکستان پسې به يې پروپاګند کاوه، خو بل‌خوا به بيا همدوی په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې ليدل کېدل.

    کله چې جمهوريت سقوط او فتحه راغله، همدا د ټلوالې ډله په پاکستانۍ الوتکه کې اسلام آباد ته لاړل نه؟ ایا په هغې کې د رباني زوی صلاح الدين، د مسعود ورور احمد ضيا، رحماني او نور شامل نه وو او اسلام آباد ته ونه تښتېدل؟ حال دا چې دوی پوره شل کاله د پاکستان په مخالفت، دښمنۍ او پروپاګند او چغو خپل ستوني وشکول.

    دا څو ورځې وړاندې چې د پاکستان او هند ترمنځ په کشمير کې جنجال جوړ شو او يو بل يې سره وويشتل، همدا د ټلوالې غړو له نورو مخکي د پاکستان ملاتړ ونه کړ؟ او همدوی د هند په ضد د پاکستان ملاتړ ونه کړ؟ پښتانه متل کا «واده څه پټ مېړه نه دی چې تېر به شي» نو خبره دا ده چې ټلواله يواځې د پاکستان دوستان نه وه، بلکې ټلواله اصلا له افغانانو پرته له بل چا سره دښمني او مشکل نه لري او نه یې مخکې درلود، بلکې هر څه روښانه دي.

    دوی شل کاله د پاکستان پر ضد تبليغات، کمپاين او تلويزونونو کې ګرم بحثونه وکړل او دا بيچاره ملت يې په دې يقيني کړ چې هو تاسو رښتيا هم د پاکستان دښمنان ياست او همدا تاسو د هيواد رښتيني بچيان ياست، ځکه همدا د دوی د رښتينولي او د اصیلتوب لپاره بس ده چې کابل لا فتحه نه و خو دوی بيا اسلام آباد کې ناست وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏پروان کې د یوه سوداګر سلګونه زره غلا شوې نغدي پیسې بیرته ور وسپارل شوې
    راتلونکي مقاله امنيتي ځواکونو خوست کې د يوې انجلۍ د اجباري نکاح په تور درې تنه نيولي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،898 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،893 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.