ليکوال او شنوونکي ميوند محمد جمال ليکلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په رسنيز پوښښ کې امو او افغانستان انټرنېشنل ټلویزیونونه د پنجاب په ژبه غږېدل او په خبره یې بده لا دا چې دواړو تلويزونونو کې تش په نوم افغانان کار هم کوي.
د ښاغلي جمال په خبره، د پنجاب په ژبه له غږېدلو هاخوا بيا عجيبه دا ده چې دا خلک ځانونه افغانان او د هېواد اصلي بچيان بولي او په خبره یې تر دې زياته عجيبه بيا دا ده چې یو شمېر افغانان د دوی خبرونو ته انعکاس هم ورکوي او کمنټونه ورته کوي.
نوموړي وړاندې ليکلي، چې دا جګړه د «طالب» نه وه، بلکې د افغانستان جګړه وه او په وينا یې يو څوک بايد دومره پستفطرته او بې غيرته نه شي چې د دښمن په ژبه وغږېږي.
هغه همدا راز ليکلي، چې د پرمختللو ټولنو ځانګړتیا دا ده چې اختلاف کوي؛ خو اختلاف يواځې او يواځې په خپل منځ کې ساتي، نه دا چې په اختلاف کې هېواد، خاوره، عنعنات، عقيده او کلتور خرڅ کړي.
