د ټولگټو وزارت وايي، د دغه وزارت کارکوونکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو په موخه بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي چې هېوادوالو ته د تگ راتگ په برخه کې گڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پنجشېر ولایت د پارخ سیمې ـ پریان ولسوالۍ سړک هم د رسوبي موادو څخه پاک شوی دی، همدارنگه د سمنگان ولایت د درهصوف پایان ـ مزار شریف سړک هم د تېرو سېلابونو له امله د سړک مخکې ته رسوبي مواد راوتلي وو، خو اوس یاد سړک پاک شوی او شته ستونزې یې هوارې شوې دي.: «د لغمان اړوند د مهترلام – سرخکان او مهتر لام –اليشنگ مسیرونه د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي وو چې دا مهال یې د یاد ولایت د ټولگټو ریاست پرسونل لخوا پاک کاري شول.
دغه راز د کابل ولايت د ټولگټو ریاست پرسونل لخوا د کابل – میدان ښار لویې لاې پاک کاري د کمپنۍ له بازار څخه تر ۸ کیلو مترۍ پورې پاک کاري شوه.»
د خبرپاڼې له مخې، د ټولگټو وزارت هڅه کوي چې هېوادوالو او ملي سوداگرو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه لویې لارې او سړکونه ترمیم او پاک کاري کړي.
تېره اوونۍ د هېواد په گڼو ولایتونو کې ورښتونه وشول، چې له امله یې گڼې لویې لارې د سېلابونو او ورښتونو له امله بندې شوې او ویجاړې شوې وې.