Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پوتین د شر و فساد د واک ترلاسه کولو هیلې ووژلې
    لیکني

    پوتین د شر و فساد د واک ترلاسه کولو هیلې ووژلې

    صابر افغانصابر افغان3 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د تیرې مارچ میاشتې په ۲۲ مه خونړی برید وشو. هغه برید کې ۱۴۴ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

    د برید مسوولیت داعش – خراسان ومانه. په برید کې څلور تنه ښکیل وو. هغوی د تاجکستان اوسیدونکي وو چې ژوندي نیول شوي او اوس ترې څیړنې روانې دي.

    د شر و فساد ډلې یا په اصطلاح د مقاومت ډلې مشرانو او ملاتړو یې د دې برید له پاره په ټولنیزو شبکو کې ډیر تبلیغ وکړ. د دوی موخه دا وه چې وښیي دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و او روسانو ته داسې فکر ورکړي چې ګنې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول شوې ده.

    خو د دوی هڅې او تبلیغ هغه مهال ناکام شو او دوی سخت ناهیلي شول چې نه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او نه د روسیې استخباراتو د افغانستان یا طالبانو نوم یاد کړ.

    پوتین په خپله وینا کې دغه کار د بنسټپالو مسلمانانو یاد کړ، خو له اوکراین سره یې د اړیکو لرلو اشارې هم ورکړې.ویل کیږي چې د داعش – خراسان تاجکستاني برید کوونکو د اوکراین په لور د تیښتې هڅه کوله چې د روسي ځواکونو له لوري ونیول شول.

    شر و فساد د خپل تبلیغ له لارې هڅه کوله چې ځان روسیې ته نږدې کړي او د افغان حکومت پر ضد یو بهرنی ملاتړی پیدا کړي، خو پوتین او نورو لوړ پوړو روسي چارواکو یې په ګرمو تبلیغاتو یخې اوبه توی کړی او سخت یې غلي کړل.

    شر و فساد خو به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه اعلان نور هم قهرولي وي چې وایي روسیه په دې اړه فکر کوي چې طالبان د ترهګرو ډلې له لست څخه وباسي، څو افغان چارواکي په ازادنه ډول روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته تګ راتګ وکړي.

    شر و فساد په دې تمه دی چې کوم بهرنی ملاتړی ومومي تر څو یو ځل بیا واک ترلاسه کړي، خو دا ارمان به یې هیڅکله پوره نه شي.

    شر و فساد په افغانستان کې یوه نه بلکې څو تجربې ورکړي چې نور یې هیڅ ریښتینی افغان په واک کې لیدل نه غواړي.دا ځل یې پوتین د مسکو له برید وروسته په خپلو څرګندونو سره د واک ترلاسه کولو وروستۍ هیلې هم مړې کړې.

    مخکینۍ مقالهغزه: د اسرائیلو په هوایي برید کې څلور بهرني مرسته رسوونکي وژل شوي دي
    راتلونکي مقاله ټولگټو وزارت: اوسمهال د هېواد ټولې لویې لارې د رسوبي توکو څخه پاکې شوې دي

    مربوطه لیکنې

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026

    د حسيب په وژل کېدو مقاومت ډلې او پاکستان څه له لاسه ورکړي؟

    30 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت…

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.