Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټولگټو وزارت: د وروستیو ورښتونو له امله ویجاړ شوي سړکونه بېرته جوړوي
    افغانستان

    ټولگټو وزارت: د وروستیو ورښتونو له امله ویجاړ شوي سړکونه بېرته جوړوي

    صابر افغانصابر افغان27 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې ویجاړې شوې دي، چې اوسمهال یې د جوړولو کار پیل کړی دی.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد د یو شمېر ولایتونو لویې لارې، سړکونو، پلونو او پُلگوټو د ویجاړو شوو برخو د جوړولو چارې پیل شوې دي.: «د ټولگټو وزارت له لوري د تېرو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد د یو شمېر سړکونو له سطحې څخه د سېلابي موادو د پاکولو تر څنگ د ځینو سړکونو، پُلگوټو او پلونو د تخریب شوو برخو د ترمیم کار پیل او دا مهال روان دی.»

    د خبرپاڼې له مخې، د لوگر اړوند د لوگر – گردېز لویه لاره د تېرې کوتل په سیمه کې د سړک غاړو(شولډرونو) د تخریب شوو برخو ترمیم او داغگیري، په بغلان کې د ډنډ غوري ولسوالۍ مسیر څخه د رسوبي موادو پاک کاري، په پکتیکا د سرحوضې – ارگون مسیر د سړک د غاړو او پُلگوټو څخه د سېلابي موادو پاک کاري، د کندوز اړوند د امام صاحب ولسوالۍ پر مسیر د بیشکپه په سیمه کې د یو پایه تخریب شوي پُلگوټي ترمیم او بیا رغونه او د پکتیا اړوند د گردېز – غزني سړک د تخریب شوو برخو پُلگوټو د ترمیم او هوارولو کار، د اړوندو ولایتي ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ په‌مټ پیل پیل شوي دي.: «ټولگټو وزارت تل هڅه کوي چې د لویو لارو او سړکونو په ترمیم، رغونه او بیا رغونې سره درنو هېواد والو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتیاوي رامنځ ته کړي.»

    د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په شمال کې گڼې لویې لارې تخریب شوي دي او اوس هم ځینو سیمو ته د موټرونو تگ راتگ نه کېږي.

    د یو بل خبر له مخې، د ټولگټو وزارت له لوري په یو شمېر ولایتونو کې هغه لویې لارې بېرته پاکې کړي، چې وروستیو سېلابونو بندې کړې وي او په ځینو سیمو کې د لویو لارو د پاکولو چارې روانې دي.

    مخکینۍ مقالهځايي مسوولین: په یک‌لنگ سیمه کې بېخي زندان نه‌شته
    راتلونکي مقاله افغانستان به ډېر ژر د گچو په برخه کې پر ځان بسیا شي

    مربوطه لیکنې

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان کې د دوی پر چارو اغېز نه‌لري

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 جنوري 2026

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    د عامې روغتیا وزارت وایي، ‏هند له دغه وزارت سره د همکاریو په دوام ۲.۵…

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    شمالي کوریا د KN-25 څوګوني راکټي سېسټم پرمختللې بڼه ازمویلې

    28 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026

    شمالي کوریا د KN-25 څوګوني راکټي سېسټم پرمختللې بڼه ازمویلې

    28 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.