
اسلام آباد به ډېر ژر د نړۍ د دوو سختو سیالانو، امریکا او ایران ترمنځ د مهمو مذاکراتو کوربه وي، خو دا کوربه توب د یوې تاریخي بې باورۍ په سیوري کې ترسره کېږي. که څه هم د پاکستان حکومت هڅه کوي دا ناسته خپله لویه ډیپلوماټیکه بریا وښيي، خو میداني حقایق برعکس کیسه بیانوي. د امریکايي او ایراني پلاوو ترمنځ د لیدنې لپاره د اسلام آباد انتخاب د دې هېواد د ثبات له امله نه، بلکې یوازې د یوې «خالي او بې څوکه جغرافیې» په توګه شوی، چیرته چې دواړه لوري د کوربه پر امنیتي او استخباراتي وړتیاوو د باور پر ځای، پر خپلو راوړل شویو امنیتي ټیمونو او وسایلو تکیه کوي.
د امریکا له خوا د دغو مذاکراتو لپاره نیول شوي بې ساري تدابیر د پاکستان پر امنیتي بنسټونو د واشنګټن د ژورې بې باورۍ څرګند ثبوت دی. امریکا د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب لپاره نه یوازې دا چې پر ځايي امنیتي بنسټونو تکیه نه ده کړې، بلکې خپل ځانګړي زغره وال موټر، پرمختللي امبولانسونه او حتی د برېښنایي حملو ضد وسایل یې د لویو لوژستیکي الوتکو په واسطه له واشنګټن څخه نېغ په نېغه اسلام آباد ته لېږدولي دي. دا چې امریکایي امنیتي ټیمونه د مذاکراتو د ځای او لارو بشپړ کنټرول په لاس کې اخلي، دا پیغام رسوي چې واشنګټن د پاکستان په امنیتي صفونو کې د نفوذ او د حساسو معلوماتو د لیک/افشا کېدو له ویرې سره مخ دی او خپل کوربه ته د یوه ساتونکي او ضامن په سترګه نه ګوري.
د اسلام آباد مشهور سرینا هوټل اوس د یوه پوځي کمپ بڼه غوره کړې، چیرته چې د پاکستاني وګړو او حتی عادي امنیتي منسوبینو ورننوتل ممنوع دي. د هوټل بشپړ تخليه کول او له سیمې څخه د اسلام آباد د پولیسو او عامو پوځیانو ایستل دا ښيي چې نړیوال قدرتونه غواړي د مذاکراتو مېز ته په څو سوه مترۍ کې یوازې هغه څوک شتون ولري چې وفاداري یې دوی ته ثابته شوې وي. دا بې سارې امنیتي فضا چې د پاکستاني ځواکونو رول پکې یوازې له لیرې واټن څخه تر نندارې او ترافیکي کنټرول پورې محدود شوی، د اسلام آباد حاکمیت تر جدي پوښتنې لاندې راوستی او دا یې ښودلې چې په دغه حساسه معامله کې پاکستان یوازې یو اجاره دار دی.
بل خوا د ایران لوړپوړی وفد هم د پاکستان پوځي رژیم ته د شک په سترګه ګوري او خپل حضور یې یوازې د چین د سیاسي ضمانت او د پاکستان د پوځ د مشر له مستقیمې ژمنې سره تړلی دی. محمد باقر قالیباف او د هغه ملګری ټیم د دې پر ځای چې په سرینا هوټل کې استوګنه غوره کړي، د خپل سفارت په ډیپلوماټیک حصار کې پاتې کېدل غوره بولي ترڅو د کوربه هېواد له احتمالي استخباراتي لومو او جاسوسۍ څخه خوندي وي. ایرانیانو هم د امریکایانو په څېر خپل ځانګړي ساتونکي او تخنیکي متخصصین راوستلي ترڅو د کوربه له خوا د هر ډول معلوماتو د غلا مخه ونیسي؛ دا په دې معنی ده چې تهران هم اسلام آباد د یو داسې لوبغاړي په توګه پېژني چې ممکن د خپلو ګټو لپاره د مذاکراتو پټ جزئیات له ځینو هېوادونو سره معامله کړي.
تخنیکي جګړه د اسلام آباد په فضا کې د بې باورۍ مهم اړخ دی، چیرته چې دواړو غاړو د خپلو خپلواکو جیمینګ تخنیکي سیستمونو په لګولو سره په سیمه کې ټولې مخابراتي فریکونسۍ نږدې له فلج سره مخ کړې دي. دا چې امریکا او ایران د پاکستان پر ټکنالوژۍ او فضا باور نه لري او خپل برېښنایي دفاعي ډالونه کاروي، د دې ښکارندویي کوي چې کوربه ته د خپلې خاورې د فریکونسیو د کنټرول اجازه هم نه ورکول کېږي. په داسې یو چاپیریال کې چې مېلمانه د کوربه خوړو، انټرنیټ او امنیت ته د شک په سترګه ګوري، د اعتماد معنی یوازې یو ډیپلوماټیک دروغ دي او بس!
د روان کال دغه تاریخي ناسته د پاکستان لپاره تریخ حقیقت له ځانه سره لري؛ د یوه داسې جغرافیوي پېټي په توګه پاتې کېدل چې خاوره یې د نړۍ د لویو لوبو لپاره کارول کېږي، خو په خپله د لوبې په میز کې د یوه «باوري شریک» په توګه لا هم نه منل کېږي. دا چې امریکا او ایران دواړه خپل امنیت، لوژستیک او مخابرات پخپله مدیریت کوي، دا په ډاګه کوي چې پاکستان په نړیواله کچه د یوه بې باوره منځګړي په توګه پېژندل شوی چې یوازې د خاورې په اختیار ورکولو سره غواړي خپل مات شوی اقتصاد او اعتبار وژغوري. دا مذاکرات ممکن په سیمه کې اوربند یا هم د جګړې بله څپه راولي، خو د اسلام آباد لپاره به یې درس دا وي چې ډیپلوماټیکه بریا یوازې د دوو لورو په کېنولو نه، بلکې د یوه رښتیني نړیوال باور په ترلاسه کولو کې ده.

