له شمالي وزيرستان څخه ځايي سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې پاکستاني طالبانو تېره شپه يوه بجه د ياد ولايت په میرانشاه ولسوالۍ کې د پيپله په نوم د پاکستاني پوځيانو په يوه لويه هډه او د همدې هډې په دفاعي پوستو پراخ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي څو نور ټپیان او پاکستاني طالبانو پيپله پوځي هډه نيولې او وروسته یې ويجاړه کړې ده.
د سرچينې په خبره پاکستاني طالبانو دغه راز د شمالي وزيرستان د تپي په سیمه کې د بوش پیکت، فرعون کلا او د پیران کلا په نوم پوستو هم بریدونه ترسره کړي دي.
د معلوماتو له مخې د پاکستاني طالبانو غورځنګ يادو پراخو بريدونو یو نیم ساعت دوام کړی، چې پکې د پاکستان حکومت د پوځيانو او پوليسو له ډلې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.