له خيبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو د لکي مروت ولسوالۍ د غزني‌خېل په پيزو سيمه کې د پوليسو په موټر د ځمکني ماین په مټ درنه چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې يې ياد موټر په بشپړ ډول تخريب او په کې سپاره ټول پوليس عسکر هلاک او ټپيان شوي.

سرچينه وايي، د حکومتي پوليسو ياد موټر په بشپړ ډول د اور په لمبو سوځېدلی او په کې سپاره کسان یې هلاک او ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version