په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو ټپلو او جبهو خپلمنځي ناندرۍ او مخالفتونه په لوړه کچه ډېر شوي دي، دا مخالفتونه لوړې کچې ته هغه وخت ورسېدل چې جمعيت ګوند او مقاومت جبهې د ملي مجمع له شورا سره پریکون اعلان کړ.

دغه پرېکون او خپلمنځي ناندريو ته په غبرګون کې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د دفاع وزیر شاه محمود مياخېل ويلي وو چې نه جبهه ملي ده او نه یې مقاومت بلکې سياسي ماشومان د خپلو لوبو او شومو موخو د پوره کولو لپاره سره راټول شوي او مجمع یې د خپلو ګټو د تضمين لپاره جوړه کړې ده.

ټولنيز فعال او خبريال فهيم فطرت بيا په مقاومت جبهې او جمعيت ګوند د شاه محمود مياخېل د نيوکې په غبرګون کې نوموړي ته ليکلي چې پروسږ کال دې دوه ځل په مقاومت جبهه کې د ګډون غوښتنه وکړه خو رد شوه ايا هغه وخت جبهه‌ ملي وه اوس نه ده؟.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version