
هندوکشغږ ته سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د باجوړ ولسوالۍ په سالارزو تحصیل کې د نذیر حسین په نوم د پاکستان پوځي رژیم یو جاسوس هلاک کړی.
سرچینه زیاتوي، چې هلاک شوي جاسوس د یاد رژیم له پوځ سره هم همکاري درلوده او د وژنې عملیات یې د پاکستاني طالبانو د استخباراتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم رسمي سرچینو تر دې مهاله په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې نږدې ۳۰ پاکستاني پوځیان هلاک او ټپیان کړي او دغه راز یې پنځه تنه نور تسلیمۍ ته مجبور کړي دي.

