پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي ويلي، د خيبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان پوځ پر موټريز کاروان يې برید کې پنځه پوځيان وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.

خبرپاڼه کې ويل شوي، “په دې بريد کې دوه موټره تخريب شوي، ۷ دانې له مرميو ډک شاجورونه، مخابره او چانټې هم د تحریک طالبانو لاس ته ورغلي.”

د سیمې انتظامیې او پولیسو هم دا برید تایید کړی خو تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړوند کومه رسمي اعلاميه نه ده ورکړې.

په دې وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په قبایلي سيمو او ډيره اسماعیل خان کې د پاکستان پر پوځ باندې د بریدونو لړۍ زیاته چټکه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version