یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

۱۰۵ کاله مخکې د اسد پر ۲۸مه د انګريزي استعمار مقابل افغان غازيانو د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره يرغلګر له خپلې خاورې وشړل او د افغانستان خپلواکي يې اعلان کړه.

دا په داسي وخت کې چې لا هم ډېر هېوادونه تر انکريزي استعمار لاندې وو خو افغانستان خپلواکي اعلان او نوم يې د خپلواکو هېوادونو په کتار کې راغی. د اسد د مياشتې ۲۸مه د هېواد د استقلال د بيرته اخيستلو ۱۰۵ کليزه دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.

دغسي تاريخ ورځې نه بايد يواځې تر لمانځلو پوري محدودې شي؛ بلکې له دغسي ورځو څخه بايد زدکړه وکړو چې يرغل چا وکړ؟ ولي يې وکړ؟ يرغل کې کومو افغانانو ورسره مرسته وکړه؟ د څه لپاره دغو افغانانو ورسره مرسته وکړه؟ هغه کومې وجې وې چې افغانانو باندي يرغل کاميابه شو؟ د يرغل مقابل مبارزه څه ډول وه چې يرغل يې ختم کړ؟افغانان له دغسي وياړمنو ورځو او تاريخ څخه بايد اخذ وکړي؛ چې کومې غلطۍ وشوې چې يرغلګر او يرغل بريالی شو او همدغسي څرنګه زموږ نيکونو يرغل ختم او بيرته يې خپلواکي تر لاسه کړه.

همدغسي له روسي يرغل څخه زدکړه بايد وکړو چې څوک او ولي له يرغل سره ودرېدل؟ پس له خپلواکۍ ولي افغانان په خپلو کې سره اخته شوه؟ شمالي ټلواله او نورو حزبونو ولي افغانستان لوټې، لوټې کړ؟ د دغو ډلو، ټپلو تر شاه د چا لاسونه وو چې د افغانانو سپڅلې جهادي مبارزه يې په ټوپک سالاري بدله کړه؟ همدغسي د امريکايي يرغل څخه د خپلواکۍ ورځې په لمانځلو سره بايد د شل کلن يرغل وجې، پيښې، افغاني غلامان چې د يرغلګرو سره ولاړ وو، وڅېړل شي. همداسي د خپلواکۍ د اخيستلو هر تکتيک او د اتلانو تګلارې وڅيړو چې څرنګه يې آزادي واخيسته؛ چا او څنګه يرغل وکړ؟ څوک ورسره پر ټانک سپاره راغله او وروسته تر خپلواکي اخيستلو دغو غربي يرغلکرو تر شاه کومې ډلې پرېښودې؛ هغوی ته يې پر خوله کوم شعارونه ورکړې؟ چې د افغانانو د غولولو کار ترې اخلي!افغانان بايد د دغو تاريخي ورځو له لمانځلو سره د يرغلګرو سره ملاتړې تورې څېرې هم وپېژني کوم چې به له پردي يرغل سره ولاړ وو؛ هم بايد د دغو تاريخي ورځو له آزادۍ غوښتونکو اتلانو او غلامانو سره د وخت د ډلو، تنظيمونو کردار مقايسه او بيا يې د ښو او بدو فيصله وکړي.

د بل يرغل څخه د مخنيوي لپاره بايد لازم اقدامات وشي تر څو بيا ځلي د کوم بل طاقت د دسيسو ښکار نه شو؛ هغه افغانان چې له يرغل سره يې مرسته کړې وي بايد د همېش لپاره مشخص او واک ور نه کړل شي.

افغانانو هيڅکله غلامي نه ده منلې او همېش يې د سر او مال په قربانولو سره سوپر طاقتونه له خپلې خاورې په ډېره مېړانه سره ايستلي هغه که په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې د انګريزي استعمار مقابل مبارزه او د هغوی شړل وو، يا هم د روسي استعمار له دې سپېڅلي خاورې څخه شړل په ۱۹۸۹ ميلادي کال؛ يا هم په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د امريکايي استعمار مقابل د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره جهادي مبارزه او د امريکا شړل، د نړۍ سوپر طاقت امريکا او ناټو ته ماتې ورکول وو. افغانستان د امپراتوريو هديره ده او دا هر وخت افغانانو ثابته کړې؛ هيڅ قدرت ته تسليم شوي نه دي او نه يې هم پر دې دنيا د چا غلامي منلې.

دا هم بايد هېر نه کړو چې د هر ځل يرغل سره داخلي افغانان ملګري وو کوم چې له يرغلکرو سره به يو ځای راغلل او افغان وژنې؛ د افغانستان د يرغمل ساتلو کې به يې له يرغلکرو سره مرسته کوله.

لکه د انګريزانو سره مرسته کوونکی ګوډاګی شاه شجاع او ملګري يې، همدغسي د روسي استعمار سره مرسته کوونکي او غلامان کمونيستان يې، د امريکايي يرغل سره چې کرزی او د شر و فساد ډله پر ټانک سپاره راغلل او شل کاله يې د ولس وينه تويولو کې د يرغلکرو سره مرسته وکړه؛ بايد دغه منحوسې څهرې هيرې نه کړل شي.

د شر او فساد ډله چې د بن کانفرانس کې د يرغلکرو له خوا ورته تير غلام دولت(جمهوريت) کې غوښنه برخه ورکول شوه؛ شل کاله يې د ولس په وينو تجارت وکړ او د امريکايي استعمارګرو سره يې يو ځای د ولس وژلو ته کار ويلی وو؛ دوی هم افغانان وو خو دغه خاوره يې خرڅه او پردي يرغل ته په نڅا وو؛ همدوی دي چې وروسته تر خپلواکۍ بيا هم د پردو په اشاره د افغانانو له سره دغه امن، سوله او آزادۍ اخيستلو کوښښ کوي ځکه بايد هېر نه کړل شي.

موږ افغانان آزادي اخيستلو کې يقيني هم غښتلي او له سر څخه تېر يو؛ هيڅ يو طاقت نشي کولای چې افغانان يرغمل او پر قراره پرې واک وچلوي؛ خو پس له يرغل او خپلواکي څخه د آزادۍ ساتلو کې مشکل راته جوړ شوی وي.

د انګريزي استعمار وروسته د انګريز د جاسوسانو او د هغوی د لاس وهنو په وجه بيرته په داخلي جګړو واوښتلو.له روسي يرغل وروسته هم ځینې زاړه مجاهدين په ټوپک سالارانو تبديل او همدغه د شر او فساد ډله له نورو جهادي ډلو سره په جګړه واوښته چې افغانستان يې لوټې، لوټې کړ.

د روسي اشغال له ختم او د افغانستان د استقلال سره سم دغه د شر او فساد ډله او نور ځینې جهادي تنظیمونه په خپلو کې سره اخته شول، د دوی جګړه د واک او څوکۍ پر سر وه؛ خو د دوی د دې جګړو تر شاه د روس د غلامانو کمونيستانو او KGB (کې جې بي) او د امريکا د غلامانو(آی ايس آی) لاس وو چې دوی يې جګړو ته هڅول.

اوس د امريکايي يرغل د خاتمې او له آزادۍ سره بيا هم همغه د شر او فساد ډله ده چې غواړي امن خراب او بياځلي داخلي جګړې شروع کړي؛ الحمدلله تر اوسه نه دي توانېدلي چې امن خراب کړي او يا هم کوم بل د غرب شوم پلان دلته عملي کړي.

د افغانانو کمزورې نقطه هم همدا ده چې کله خوشحالي پرې راشي نو تېر ظلمونه، وحشتونه او غلامان چې د استعمار لپاره به يې د دوی وينه تويول، وحشتونه او قتل عام د افغانانو به يې د استعمار سره په ګډه کاوه؛ هغه وجې د استعمار او خلک د استعمار هېروي چې دا د داخلي جګړو اصل او د بيا ځلي يرغل لاره پرانيزي.

دا چې کله پردو يرغل وکړ نو څنګه يې وکړ؛ څوک ورسره ودرېدل او ولي ودرېدل دغه بخش نه هم افغان تاريخ سم ليکلی؛ نه هم موږ افغانانو پکې سم فکر کړی تر څو له راتلونکي يرغل څخه ځانونه وساتو.

يرغلګر که انګرېزان وي يا روسان، امريکايان وي يا هم کوم بل طاقت خو د خپل غلام سره کردار يې تر ډېره يو وي. انګرېزانو هم د شاه شجاع لارويان يواځې افغانانو ته پرېښودل خو ورپسې يې جاسوسان هم افغانانو کې خوشي کړه تر څو افغانان په داخلي جګړو واړوي.

همدغسي د روسانو له ماتې سره يې کمونيستان يواځې افغانانو ته پرېښودل. کله چې د افغانانو په لاس کمونيست نظام ړنګ شو؛ نو همدغه کمونيستان يې په مجاهدينو کې ايله کړل چې بيا یې ځینې مجاهدين په خپلو کې په جګړو سره واړول.

همدغه پلان د امريکايي يرغل د خاتمې سره هم استعمارګرو درلود؛ غوښتل يې افغانان په داخلي جګړو واړوي خو هغه طالبانو عمومي عفوه اعلان کړه او په دې ډول سره يې د غرب پر اميدونو خاورې واړولې؛ خو بيا هم غرب له خپل شيطانت څخه نه دی پر قراره شوی او داعش خراسان او د شر و فساد ډلې يې د ا.ا.ا ضد روزي.

فکر کوم دا ځلي افغانان پوه شوي او هغه غلامان چې د بن کانفرانس کې يې د افغانستان د يرغل لاسليک وکړ او پر امريکايي ټانک سپاره راغلل ښه يې پېژندلي؛ هېر کړي يې نه دي ځکه د شر او فساد او تښتېدلو سره هيڅ همکاري نه کوي او نه يې هم په خبره باور کوي.

افغانان پوه شوي چې څنګه دغه غلام فکره افغانان هېواد کې پردۍ پروژې عملي کوي، افغانانو ته د دغو غلام فکره افغانانو شوم اهداف او د دوی د غربي پروژو د تطبيق کولو طريقه کار معلوم شوی چې څنګه پردۍ پروژې هېواد کې عملي کوي.

اوس افغان ولس تر ډېره پوهه شوي؛ ځکه ټول قومونه په يوه اتحاد شوي او نه پرېږدي کوم څوک د دوی منځ کې تفرقه واچوي؛ بيا ځلي يې په جګړو واړوي چې ښه مثال يې د شر او فساد ډلې ناکامي او د ولس ورسره نه درېدل دي؛ د ولس نه همکاري د دې وجه شوه چې د دوی مقاومت يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود شو.

همدغسي افغان ولس اوس پوهه شوی چې د يوې ډلې شعار نه بلکې کردار ته په کتلو يې بايد فیصله د ملګري کېدو يا نه وشي؛ ځکه اوس افغان ولس د داعش خراسان په دروغجنو شعارونو هم نه تيروځي کوم چې شعار يې د خلافت دی خو کردار يې د غربي پروژو عملي کول دي؛ همدغسي د شمالي ټلوالې د تېرو څو لسيزو کردار يې ذهن کې شته چې يواځې يې تعصب قومونو کې خپور کړی، پردو ته يې جاسوسي کړې او همېش د پرديو لاسپوڅي تېر شوي.

ولس پوهېږي چې دا همغه لنډغر دي چې نه يې اسلاميت مانه، نه افغانيت، نه پښتو او نه يې هم د افغانستان جغرافيه منله، ځکه د دوی کردار ته په کتلو د دوی په دروغجنو شعارونو نه غولېږي؛ نه هم د دوی د وطن دوستۍ په دروغجنو او له فرېب ډکو شعارونو تېروځي.

د انګريزي استعمار، بيا د روسي اشغال او همدغسي د امريکايي اشغال څخه د خپلواکۍ ورځې دي چې هر افغان ته د اسلاميت او افغانيت يو ښکلی احساس ورکوي؛ د دې سپېڅلي خاورې او يووالي په ارزښت يې پوهه کوي.

خپلواکي يو ستر نعمت دی او افغانان پر دې نعمت مئين دي؛ هيڅکله به هيڅ طاقت ته سر ټيټ نه کړي او نه به هم د چا غلامي ومني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version