د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې پرون د عمران خان خویندو ته له هغه سره د لیدو اجازه ورنه کړل شوه، د اډیاله زندان بهر له پولیسو سره تر شخړې وروسته پولیسو د عمران خان خویندې او همدارنګه د تحریک انصاف ګوند ځینې کارکوونکي نیولي دي.

د تحریک انصاف مشر وکیل ګوهر علي خان د عمران خان د کورنۍ د غړو نیونه غندلې او دا یې ناقانونه چاره بللې ده.

له زندان څخه بهر رسنیو سره په خبرو کې وکیل ګوهر ویلي، چې د سترې محکمې د حکم له مخې دا د خان د خویندو حق دی چې له نوموړي سره وګوري.

هغه ویلي، چې له لارښوونې سره، سره د دوی د لیدنې څخه د انکار پرېکړه د درک وړ نه وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version