Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پاکستاني پوځ پر پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو بمباري کړې
    افغانستان

    پاکستاني پوځ پر پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو بمباري کړې

    صابر افغانصابر افغان18 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستانۍ رسنۍ وايي، بېگاه شپه پر ځايي وخت درې بجې د پاکستان د پوځ دوو جېټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په درېیو کلیو بمبار کړی دی.

    پاکستانۍ رسنیو لیکلي، بمبار د تحریک طالبان پاکستان د یوه قومندان عبدالله شاه په کور شوی؛ خو دا چې په دغه برید کې مرگ‌ژوبله اوښتې او که‌نه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

    په یو بل خبر کې ویل شوي، پاکستاني پوځ د کونړ ولایت د شولتن درې پر چوگان کلي هم بمباري کړې ده؛ خو د اوښتې مرگ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

    د خوست ولایت په ځینو سیمو هم بېگاه شپه پاکستاني پوځ بمبار کړی دی، خو هلته هم د اوښتې مرگ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

    د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي، بمباري د هغو وزیرستاني کډوالو په کورونو شوې، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله له ډیورنډ فرضي کرښې افغانستان ته اوښتي وو.

    نوموړي ویلي، د پاکستان په بمبارۍ کې د تحریک طالبان پاکستان کوم غړی وژل شوی نه دی، بلکې قومندان عبدالله شاه اوسمهال په پاکستان کې جنگېږي.

    پاکستان د خوست او پکتیکا په هغو ولسوالیو بمباري کړې، چې له شمالي وزیرستان او سوېلي وزیرستان سره گډه پوله لري.په ۲۰۲۲ز کال هم پاکستان د خوست او کونړ ولایتونو په ځینو سیمو بمباري کړې وه، چې ۲۰ ماشومان پکې وژل شوي وو.

    پاکستان تل ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو افغان حکومت د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

    په پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستان بېگاني بمبار ته اسلامي امارت توند غبرگون ښودلی دی.

    د افغان حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ډول بریدونه به بدې پایلې ولري.: «تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.

    د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کیدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.»

    د خبرپاڼې له مخې، د ا.ا.ا. یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي. د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.:«پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدې چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څیر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابه کړي.

    پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

    د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفاده د چا امنیت خراب کړي.»

    مخکینۍ مقالهد تیر نظام عسکر هند کې ناییتوب او هوټلونو کې کار کوي
    راتلونکي مقاله د پاکستان له لوري په پکتیکا او پکتیا ولایتونو د ډیسي توپونو ډزې اوس هم روانې دي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    عربي بوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې په یمن کې د انصارالله سیاسي دفتر غړي «محمد…

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.