پاکستانی پوځ چې له اوږدې مودې راهیسې د عامو خلکو د وژنو، ربړونو او ترې تم کولو له کبله په نړیواله کچه ریکارډ لري او د هغو پوځونو له ډلې دی، چې په نړۍ کې یې تر ټولو ډېرې بې ګناه نسل وژنې، هدفي قتلونه او جنایتونه کړي دي. دغه پوځ یو ځل د خپلې خاورې پر یوې برخې خلکو (بنګالیانو) رڼا ورځ، توره شپه کړې وه، ځوانان، قومي مشران، علماء، سیاسي او مذهبي مشران یې ورته وژل، په زندانونو کې یې اچول او ډېری به یې ترې تم کول، تر دې چې هلته یې داسې بشري جنایات ترسره کړه، چې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کېږي. په ځوانو نجونو او ماشومانو یې ډله ييز جنسي تېري وکړل او آن ځینې خو یې ژوندي ښخ کړل.
بالاخره دغو ټولو ناخوالو او جنایتونو مظلوم بنګالیان اړ کړل، چې د خپلو سرونو، ځانونو، ناموسونو او مالونو د دفاع لپاره لاس په کار شي او د دغه وینې ځبېښونکي او جنایتکار پوځ پر ضد خپله مبارزه پیل کړي؛ دوی د مبارزې په پایله کې خپله خاوره او خپل خلک آزاد کړل او د پاکستان له شریرې او ظالمې کړۍ څخه یې ځان د تل لپاره خلاص کړ.
پر بې ګناه افغانانو یې هم د تېري ګرو بریدونو او جنایاتو لومړی وار نه دی، په خپله خاوره کې یې افغان مهاجرین د ارام ساه ته نه پرېښودل او د مختلفو دسیسو قرباني یې کړل، اوس یې بیا د خپل کورني امنیت په ساتنه کې د ناکامۍ له کبله، د صهیونیست رژیم په څېر، په افغان خاوره کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه وګړي شهیدانوي.
