شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نیو لاینز په نوم يوې نړیوالې ورځپاڼې په يوه مقاله کې ويلي، چې پاکستان دا مهال په خاموشۍ سره په افغانستان کې د نویو نیابتي ډلو د استخدام په لټه کې دی. ورځپاڼې ليکلي، چې پاکستاني رژيم د افغان حکومت له مخالفینو سره د اړیکو د بیا را ژوندي کولو هڅې کوي.د مقالې د لیکوال په وینا، په دې نيابتي ډلو کې د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء او داود ناجي هغه څوک دي، چې ښايي پاکستان یې ملاتړ وکړي.نيو لاينز همدا راز ليکلي، چې اسلام آباد په خاموشۍ سره د افغان حکومت مخالف شخصیتونه غږوي او د اکتوبر په پیل کې خو یې حتی د دوی کوربه توب هم وکړ. ورځپاڼې ويلي، چې د افغان حکومت او پاکستاني رژيم ترمنځ کړکېچ د ياسين ضیاء په مشرۍ آزادۍ جبهې ته له پاکستانه د ګټې اخيستو ښه فرصت برابر کړی او داسې اوازې هم دي، چې یاسین ضیاء په پاکستان کې خپل دفتر پرانیستی دی.د مقالې ليکوال دغه راز په خپل تحليل کې ليکلي، چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې د هېواد امنیت د پخوا په پرتله ډېر باثباته او خوندي ښکاري او په خبره یې «طالبانو» په سیاسي ډګر کې هم ډېر پرمختګ کړی دی.پاکستاني رژيم، په دې وروستيو کې له افغان حکومت څخه د پاکستان د امنيت تضمين غواړي؛ خو خپله لمن یې بيا د داعش په ګډون د افغان حکومت د نورو مخالفو ډلو ټپلو په امن پناه ځای بدله شوې ده.