Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي
    سیاسي لیکني

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    عمران آغاعمران آغا17 اپریل 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عابد سروري

    په افغانستان کې د امریکايي اشغال د خاتمې او نوي افغان حکومت له حاکمیت نږدې پنځه کاله تېر شوي، چې ورسره له افغانستانه بهر ته ګواښونه هم کنټرول شوي، له امریکا پاتې تسلیحات خوندي شوي او یوازې د افغانستان د امنیت په تأمین کې استفاده ترې کېږي، چې لا هم کافي عصري نه دي. سربېره پر دې لا هم پاکستان هڅه کوي چې د خپلې داخلي امنیتي ناکامۍ پړه پر افغانستان واچوي او له امریکا دغه پاتې تسلیحات ځان ته ګواښ وګڼي. دا هغه سیاست دی چې کلونه کېږي پاکستان يې د يوې بهانې او فشار په ډول د افغانستان په وړاندې پر مخ وړي.

    په اوسنۍ نړۍ کې د جګړې بڼه بدله شوې ده؛ اوس جګړې يوازې د سپکو وسلو په زور نه کېږي، بلکې په سايبري، ټکنالوژیکي، استخباراتي، اقتصادي او نورو بڼو جګړې تر هر رنګه جګړو مؤثرې، مثمرې او مهم رول لري. پرمختللې ټکنالوژۍ، ډرونونه او سايبري حملې د معاصرو جګړو اصلي وسلې ګرځېدلي دي، دا په داسي حال کې چې هغه وسلې چې له امريکايانو پاتې شوي، ډېری یې د نن سبا د عصري جګړو له معيارونو سره پوره سمون نه لري.

    بله مهمه خبره دا ده چې په پاکستان کې فعالې وسلوالې ډلې يوازې په زړو وسلو تکيه نه کوي، بلکې د دوی د بريدونو نوعيت، د عملياتو تنظيم او د ټکنالوژۍ استعمال دا ښيي چې دوی نوې لارې او وسايل موندلي او د پاکستان د پوځ په خلاف پرې بريالي عمليات ترسره کوي. دغه وسايل له افغانستان څخه نه ورځي، ځکه په افغانستان کې په پراخه پیمانه شتون نه لري، همدا راز یې د انتقال چارې تقریباً ناشونې دي، بلکې دغه وسلې او تجهیزات د پاکستان مخالفو وسلوالو ډلو ته پخپله پاکستان کې لاس ته ورځي.

    د نمونې په توګه؛ د پېښور په دره ادم خيل بازار کې له کلونو راهیسې د وسلو د توليد او خرڅلاو يو مشهور مرکز موجود دی، چې نه يوازې د زړو وسلو نسخې(کاپي) پکې جوړېږي، بلکې د عصري او امريکايي وسلو نسخې هم پکې جوړېږي. دغه واقعیت د پاکستان هغه ادعا ردوي چې پاکستان ته ګواښ له افغانستان څخه، په دغه هېواد کې د پاتې امريکايي وسلو له امله متوجه دی.

    يو مهم واقعيت دا دی چې امريکا د وتلو په وخت کې همدغه وسلې د پاکستان له لارې وايستلې؛ همدې پاکستان ورسره په ايستلو کې هم مرسته وکړه، دا هغه مهال چې لا هم افغانستان له امريکايي اشغال څخه آزاد شوی نه و. په ۲۰۲۰م کال کې د ډسمبر پر شلمه، د امريکا د تفتيش ويب سايټ له افغانستانه د امريکايي وسلو د ایستلو په اړه راپور خپور کړی و.

    د امريکا د دفاع وزارت رسمي راپورونه ښيي چې د امريکا له وتلو وړاندې زرګونه پوځي تجهيزات د ريټروګرېډ(Retrograde) پروسې له لارې له افغانستان څخه ایستل شوي. همداسې د امريکا رسمي راپورونه ښيي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو سره دوی ډېرې حساسې او عصري وسلې بلکل ويجاړې کړې دي، تر څو د دوی له وتلو وروسته یې افغان ځواکونه يا هم اوسنی افغان حکومت استعمال نه کړي، چې د دغو ايستل شويو، يا هم ويجاړو شويو وسلو معلومات د سيګار په راپورونو کې هم ليدلای شئ.

    که ستونزه يوازې د وسلې وي، نو ولې پاکستان د خپلو داخلي سرچينو او بازارونو په کنټرول کې پاتې راغلی دی؟ ځواب اسانه دی؛ د پاکستان اصلي ستونزه وسلې نه بلکې داخلي امنيتي، اقتصادي او سياسي بې ثباتي او د ولس او حکومت تر منځ پراخه بې باوري ده. اقتصادي بحران، سياسي اختلافات، او د ولس او حکومت تر منځ بې باوري هغه عوامل دي چې د پاکستان د ناامنۍ سبب ګرځېدلي دي. دا چې دوی خپل داخلي امنيت نه شي تأمینولای او ولس يې هم په وړاندې قیام کړی، نو له همدې امله په دغسې بې بنياده دعوو سره کوښښ کوي چې پړه پر افغان حکومت واچوي، تر څو د پاکستاني ولس پام بل لوري ته واړوي او د خپل هېواد د ناامنۍ مسؤل نور څوک وګڼي.

    د دې موضوع د لا ښه روښانتیا لپاره باید وویل شي چې نړیوالو څېړنیزو ادارو هم ټینګار کړی چې په پاکستان کې ناامني د بهرنیو وسلو نه، بلکې تر ډېره د داخلي عواملو پایله ده. د امريکا د سولې انسټیټیوټ او د نړيوال بحران ګروپ راپورونه ښيي چې د پاکستان امنیتي ستونزې له سیاسي بې ثباتۍ، د نامسؤله وسلوالو ډلو له پخوانیو اړیکو او د دولت د پالیسۍ له تضادونو سره تړاو لري. دا تحلیلونه ښيي چې د پوځي رژیم له خوا د افغانستان نوم اخیستل یوازې یو سیاسي او تبلیغاتي ابزار دی.

    د پاکستان له خوا افغانستان ته د ګوتې نيولو تر شا، دغه هېواد غواړي نړيوالو ته ځان قرباني وښيي، چې ګواکې زه د جګړو او تروريزم(!) قرباني يم او ترې په يوه او بل نوم مرستې او پورونه ترلاسه کړي. له همدې لارې غواړي پر افغانستان سياسي فشار راوړي او پرې خپلې ناجايزې غوښتنې ومني او همدا راز د خپلې داخلي ناامنۍ او ناکامۍ له مسؤلیت څخه ځان په دغسې بې بنياده دعوو او بهانو خلاص کړي؛ چې په دې سره په هیڅ صورت د پوځي رژیم مسؤلیت نه ادا‌‌‌‌ء کېږي، بلکې دا واقعاً له مسؤلیت څخه تېښته ده.

    د مسئلې حقيقت همدا دی چې د امنيت تأمينول په بهانو جوړولو نه کېږي، بلکې د پوره شفافيت، قوي داخلي مديريت او د سياسيونو او ولس سره په همږغۍ تأمینېږي، خو د پاکستان د اوسني رژیم دښمني له خپلو سياسيونو او ولس سره ده، چې په يوه او بل نوم یې له ځانه جدا او ترې تم کوي. تر هغو چې پاکستان خپلې داخلي ستونزې په صادقانه ډول په درون کې حل نه کړي، د افغانستان نوم اخيستل به يې د ستونزې د حل په ځای يوازې يوه موقتي تبليغاتي وسيله وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عامې روغتيا وزارت او نړيوالو ملاتړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ غونډه شوې
    راتلونکي مقاله امریکا وايي چين ايران ته د پرمختللو راداري سيسټمونو پر ورکولو غور کوي

    مربوطه لیکنې

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 اپریل 2026

    امریکا وايي چين ايران ته د پرمختللو راداري سيسټمونو پر ورکولو غور کوي

    سي بي اېس نیوز امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې امریکایي استخباراتو داسې نښې موندلي، چې…

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    د عامې روغتيا وزارت او نړيوالو ملاتړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ غونډه شوې

    17 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا وايي چين ايران ته د پرمختللو راداري سيسټمونو پر ورکولو غور کوي

    17 اپریل 2026

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    د عامې روغتيا وزارت او نړيوالو ملاتړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ غونډه شوې

    17 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،143 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.