Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان دې د افغاني خویندو د تعلیم پرځای د خپلو هغه نجونو غم وکړي، چې حیاء یې سرعام لیلامېږي
    لیکني

    پاکستان دې د افغاني خویندو د تعلیم پرځای د خپلو هغه نجونو غم وکړي، چې حیاء یې سرعام لیلامېږي

    صابر افغانصابر افغان13 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د برطانیوي استعمار له لورې جوړه شوې محدوده او پکې د خپلې خوښې خلک او نظام جوړول د دې لپاره وو، چې د اسیا لویې وچې زړه دې ترې نا ارامه او تشنج کې واقع وي.

    د افغانستان په خاوره د ټولو بدبختیو د عامل په لټون چې شې، پایله کې به د پاکستان وجود ثابت شي. امریکا او ملګري یې د دوی په خوښه او مرسته په افغانستان یرغل راوړ، چې دلته یې زرګونه ککرۍ په مرمیو سورۍ او زرګونه کورنۍ یې د اور په لمبو لولپه کړې. عجیبه دا وه، چې له مهاجرینو سره د مرستې پیسې یې پټولې او په هماغو پیسو یې خپل فوځ مجهز کړ.

    پاکستان په ټول تاریخ کې د افغانستان په خاوره له هیڅ یو نظام سره جوړ نه دی راغلی حتی له هغه جمهوریت سره هم جوړ نه‌شو، چې د آی ایس آی لېډران یې د کابل زندانونو ته د تحقیقاتو لپاره راتلل، د جمهوریت عسکر جي ایچ کیو ته د ټرینینګ لپاره لېږل کېدل. نو د هغو خلکو سره به کله روغ راشي، چې کابو هر یو مشر یې ورته شکنجه کړی دی؟

    پاکستان د نړۍ هغه خلک راټول کړې دي، چې د غزې قتل عام روا بولي، د ښځو د مختلط تعلیم لپاره کوښښونه کوي، ځوانان د سیکسولېژم په دامونو کې د نښلولو لپاره شپه او ورځ پلان ګوزارۍ کوي. دا خلک پخوا ولې د هغو خویندو له غمه نه وو مړه، چې په برمل کې یې په خوب ویدې د باروتو په سکروټو لمبه کړې؟

    دا راټول خلک پاکستان ته ولې نه وایي، چې د عافیه صدیقي په څېر تعلیم یافته میرمنې په امریکا او د هغوی په نورو متحدینو مه خرڅوئ او یا یې په خپل زندانونو کې مه ساتئ؟ دا خلک ولې هغو مخامخ ناستو نېمه لوڅو مېرمنو ته نه وایي، چې حجاب شرعي حکم دی ولې یې نه عملي کوئ؟

    په دې سمینار کې دا راټول خلک ولې د هغو مېرمنو په اړه د پاکستان فوځ له ګرېوان څخه نه رانیسي چې هر کال لسګونه زره مړې او ژوندۍ ورکوي. پاکستان دې لومړی د خپلو میرمنو حقوق تضمین کړي بیا دې د نورو هېوادونو د میرمنو غم وکړي.

    پاکستان خپل مسحه کېدوونکی وجود په دې کېسو ژغورل غواړي او د همدې لپاره یې کاذبو تبلیغاتو ته ملا تړلې ده. د پردې تر شاه پاکستان غواړي، چې د کشمیر پلورل ترسره او خپل ځوړند حالت پرې ښه کړي.

    دا خلک د هالیوډ فلم د لوبغاړو په څېر هر یو خپل رول ادا کوي او ټول په دې هڅه کې دي، چې له یو او بل ښه رول ولوبوي، تر څو یې د غلامۍ څوکۍ پورته شي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان د کشمیر د پلورلو معامله، د افغان نجونو د تعلیم تر کنفرانس لاندې پټوي
    راتلونکي مقاله د پاکستان وروستی کنفرانس ولې د ښځو د حقونو په نوم یوه سیاسي دوکه ده؟

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    26 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٦ مه.#هندوکش‌غږ

    28 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    28 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن سه شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٦ مه.#هندوکش‌غږ

    28 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    28 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،196 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.