په دا وروستیو کې د پاکستان نظامي ادارو پر تبلیغاتو ډیر تمرکز کړی او بودیجه ریزې یې ورته کړې؛ د پاکستان د مختلفو ادارو اکس پاڼې، تلویزیونونه، رسمي او غیر رسمي ادرسونه د افغانستان په ضد څرګندونې کوي. یو شمېر کسان یې د افغانستان د هویت د جعلي ثابتولو په موخه مقالې لیکي او د افغانستان د منلیو مشرانو په ضد ګستاخانه مضامین او موضوعات لیکي چې بیا دغه ډول افواهات د دوی د څارګرو ادارو له اکس پاڼو هم خپرېږي.
د دوی د دفاع وزیر ان د اسلامي نړۍ د لوی مبارز سلطان محمود غزنوي رحمه الله په شان کې ګستاخانه څرګندونې وکړې او هغه ته یې دغله او ډاکو خطاب وکړ. همدا ډول د عدنان پاشا په نامه یو لیکوال په خپله مقاله کې افغانان بې هویته خلک وبلل او احمد شاه ابدالي رحمه الله یې د ملتان تبع وباله. بیا د نوموړي همدا مضمون د پاکستان د آی ایس آی ادارې له یو شمېر پاڼو خپور شو.
د نوموړې ادارې اکس پاڼو موده وړاندې د واخان د نیولو دعوه وکړه او دا تبلیغات یې ښه چټک خپاره شول، څو ورځې وروسته همدې ایکس پاڼو د نوموړي تبلیغ بڼه داسې واړوله چې: (پاکستان، چین او تاجکستان هوکړه کړې چې د واخان کوریډور به د شر او فساد ډلې ته سپاري، د دې کوریډور عواید باید د شر او فساد ډلې ته لاړ شي ځکه چې واخان د فارسي ژبو په سیمه کې موقعیت لري نو دا عواید هم د هغوی حق جوړېږي، نه د پښتنو).
یاد تبلیغاتي چینلونو د شر او فساد لپاره پراخ تبلیغات کوي، د هغوی عکسونه خپروي او داسې ښيي چې په افغانستان کې عملاً شدیده جګړه روانه ده. او له دې سره هم مهاله د شر او فساد ډله بیا د پاکستان سره په همغږۍ د افغان جغرافیې د هویت او تمامیت په ضد تبلیغ ته کار ویلی. لکه د شر او فساد د مخکښ غړي حفیظ منصور، لطیف پدرام او د دې ډلې ډیرو لارویانو ډیوریڼد لاین ته د رسمي سرحد نوم ورکړ او دا یې د پاکستان د قلمرو برخه وګڼله.
همدا ډول د شر او فساد ډلې د پاکستان په خوښه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لهمنځه وړلو ناکامه هڅه وکړه او ددې لوبډلې د لوبو د تحریم په موخه یې لاسلیکونه ټول کړل او دانګلستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې وسپارل. پاکستان او د شر او فساد ډله په ګډه دلته د قومي نفاق په اور تیل پاشي.
ځینو هیوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په بهانه افغانستان سره د لوبو ځنډولو ګواښونه وکړل.
تېره ورځ پاکستان د یو مانور په توګه د علماؤ(!) د کنفرانس کوربه ؤ او د دوی ستراتیژیکه موخه دا وه چې افغانستان تر فشار لاندې واقع کړي او په ضد یې یوه اجماع راجوړه کړي او نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې یو غیر اسلامي اداره حاکمه ده. نو دلته یې د ښځو تعلیم یوه پلمه وګرځوله او اصلي هدف یې د افغانستان پر حکومت یو تبلیغاتي برید ؤ.
پاکستان ولې لکه اوبو وړی ځک ته لاس اچوي؟!
یاد هیواد د شدیدو ناامنیو په لمبو کې سوزي، د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ او د پاکستان تحریک طالبانو له ډیرو بې مخینې درندو ګوزارونو لاندې واقع دی؛ دغو ګوزارونو د دوی ټول سیستم له نابودۍ سره مخ کړی دی. هره ورځ یې عسکر، خاصدار، رینجر او سپیشل فورس ځواکونه وژل کېږي، دا هېواد له شدید اقتصادي تورم سره لاس او ګریوان دی.
په پاکستان کې د یوې وچې ډوډۍ قیمت ۵۰ کالدارې دی، د بې کارۍ کچه یې تر ۵۰٪ اوړي، بانکونه یې له ورشکستګۍ سره مخ دي، تېر کال چین ترې د اسلام اباد هوايي ډګر د قرض په بدل کې واخیست. د برښنا پرچاوي یې بې حده ریکارډ ټینګ کړی؛ په ۲۴ ساعتونو کې یواځې څو ساعتونه په کې د برښنا سهولت وي. تیل، ګاز او نفت په کې په بې سابقې ډول لوړ شوي او د توکو قیمتونه په کې خپل اعظمي حد طی کوي.
همدا ډول په امریکا کې د پاکستان د سفارت ځمکه لیلام شوه، عربي هیوادونو ورسره پخوانۍ یارانه سړه کړې، همدا ډول چین ورسره خپلې اړیکې سستې کړي ځکه چې هلته بیا د هند او امریکا له ګواښ سره مخ کېږي نو چین هڅه کوي چې له پاکستان سره په اړیکو کې محتاط اوسي.
یاد هیواد له ګاونډیو سره هم ځان اخته کړی، د ایران او پاکستان ترمنځ تېرکال توغندیز بریدونه هم وشول ږ، له هند سره یې کابو پنځه لویې جګړې پیښې شوي، د بنګله دیش له نوم څخه یې کرکه راځي، ځکه چې ۹۲ زره سرتیري یې تسلیم او خپلې وسلې یې په ځمکه کیښودې او پتلونونه یې د هغوی په موزیم کې پراته دي.
پاکستان ولې د تبلیغاتو د تشدید پالیسي چټکه کړې؟
دوه عمده لاملونو دي چې پاکستان په افغانستان نظامي او رواني جګړه سریع کړي.
١. د اسلامي امارت مستقل سیاستونه دي چې د پاکستان فرمایشونو ته ځای نه دی پاتې.
۲. د پاکستان خپل شکست د همدې نظامي او رواني بریدونو تر شا پټوي.