Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان: د بلوچستان یوې ځایي محکمې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی دی
    سیمه

    پاکستان: د بلوچستان یوې ځایي محکمې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی دی

    صابر افغانصابر افغان27 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ځايي محکمې د دغه هېواد د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر “محمود خان اڅکزي” د نیولو امر کړی دی.

    د دغه ایالت عدلیې منتظم د هغې قضیې په لړ کې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې په “ګوالمنډي” سیمه کې ثبت شوې ده.

    د اڅکزي د نیولو حکم داسې مهال کېږي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال هم پولیسو د نوموړي په کور چاپه وهلې وه او د هغه شخصي ساتوونکي یې نیولي و.

    د ځايي پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزي هستوګنځي ته ځکه پولیس ورغلي و، چې د نوموړي کور ته نژدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه. په داسې حال کې چې خپله اڅکزی هغه مهال په کور کې نه، بلکې په اسلام اباد کې و.

    پولیسو په دولتي چارو کې د لاسوهنې، دولتي ځمکې غصب او یو شمېر نورو قانوني مادو له مخې د قضیې اسناد محکمې ته سپارلي و او یادې محکمې بیا له دې امله د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې نوموړی دغې محکمې ته نه دی حاضر شوی.

    دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هغه مهال تور پورې کړی و، چې محمود خان اڅکزي د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤل کسان هم په ډاګه کړل، نو ځکه یې په غبرګون کې حکومت د شپې پر کور چاپه ووهله.

    په پاکستان کې داسې مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د نیولو امر کېږي، چې له دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم نیول شوی او دا مهال په زندان کې شپې او ورځې تېروي.

    مخکینۍ مقالهملا عبدالغني برادر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په ځینو مسایلو خبرې کړې دي
    راتلونکي مقاله د ثور اتمه، د افغانستان د خلکو د بري ورځ

    مربوطه لیکنې

    ايراني استخباراتو له پاکستانه ایران ته داخلېدونکې وسله واله ډله نیولې

    13 جنوري 2026

    پخوانی پاکستاني جګړن عادل راجه: پاکستان په ايران کې د حکومت د بدلون ملاتړ کوي او د اسرائيلو له محور سره يوځای شوی

    12 جنوري 2026

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.