Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان د داعش خراسان روزنه ولي کوي؟
    لیکني

    پاکستان د داعش خراسان روزنه ولي کوي؟

    صابر افغانصابر افغان6 مې 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په ۱۹۴۷ کې چې کله پاکستان له انډيا څخه آزادي واخيسته هغه وخت د سخت اقتصادي مشکلاتو سره لاس و ګرېوان وه؛ صادرات او واردات يې نه درلوده، ځکه له هغه وخت څخه دوی پردو مرستو ته لاس واچوئ تر څو ملک او عوام پرې کنټرول کړي؛ چې د دې لپاره د هغه وخت مشرانو او پوځ يې امريکا، غرب ته لاس اوږد کړ؛ دا ځکه دوی پوهېدله چې سيمه کې امريکا داسي کوم بل دوست او لاسپوڅی ملک نه لري چې د دوی ګټې خوندي کړي.

    دا پاکستان د ځان لپاره يو فرصت وګڼئ او سيمه کې د غرب د ګټو د خونديتوب لپاره يې واک هم پوځ و آی ايس آی لاس کې کړ او دلته يې سيمه کې هر هغه پلان عملي کولو ته ملا وتړل چې غرب يې غوښتنه درلوده.

    انډيا و د روس اړيکې او همدغسي چين و ايران چې د امريکا ستر حريفان دي، سيمه کې د امريکا د دغو دښمنانو مقابل پاکستان کې پلانونه جوړېده او عملي کېده چې تر ننه هم دغه داستان جريان لري چې د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره يې اکثره د جګړې ميدان افغانستان ګرځولی وو.

    د داعش خراسان د روزلو او بيا افغانستان کې جنګولو، تر روسيې رسولو او دغه نظريه او فکر ته وده په منځنۍ آسيا ملکونو کښي د غرب، يهودو، عربستان پلان دی چې د عملي کولو چارې يې پاکستان پر غاړه اخيستي دي. ځکه د دې لپاره هر وخت د مرستې، پور يا هم سود په نامه امريکا و عربستان پاکستان ته پيسې ورکوي.

    کومې پيسې چې د سود په نامه عربستان ورکړي هم يې بيرته نه دي ترې اخيستي او بار، بار پورونه چې آی ايم ايف پاکستان ته ورکړي تر ننه يې يو پور هم واپس آی ايم ايف ته نه دی ورکړی؛ خو بيا هم عربستان پيسې ورکوي، هم يې آی ايم ايف ورکوي او د تروريزم سره د مبارزې، په پاکستان کې د جګړې لپاره په ملياردونو ډالر امريکا ورکړي او لا يې هم ورکوي.

    خو د دې مرستو او پورونو په نامه چې کومې پيسې پاکستان پوځ ته ورکول کېږي؛ اصل کې د دغو ډلو«داعش خراسان، شمالي ټلواله او نورې……» روزنه ده چې پاکستان يې د غرب، يهودو او عربستان لپاره کوي ځکه بيا هم د آی ايم ايف (IMF) او سعودي عربستان ملياردونو ډالرو د پاکستان اقتصادي حالت کنټرول نه کړ.

    دا ځکه چې دغه پيسې يو څه اندازه د پاکستان اقتصاد کې مصرف کېږي او اکثريت يې پوځ د دغو ډلو په روزلو او خپل منځ کې وېشلو سره مصرفوي. د آی ايم ايف(IMF) راپور چې تر ۲۰۲۴ ميلادي کال پوري يې پاکستان ته څومره پور ورکړی په لاندي لينک کې کتلای سئ👇https://www.imf.org/external/np/fin/tad/extrans1.aspx?memberKey1=760&endDate=2099-12-31&finposition_flag=YESیوې برتانوي ورځپاڼې چې د «The Sunday Guardian» دی سنډی ګارډین په نامه مشهوره ده، د باخبرو سرچینو په حواله د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جنوري مياشتې پر ۲۸ يو راپور خپور کړی چې پکښي ويل سوي د پاکستان پوځ افغانستان ته د داعش خراسان څانګې اورپکو د تګ راتګ زمینه برابروی.

    د دې راپور په اساس چې پاکستاني پوځ کوښښ کوئ چې داعش خراسان افغانستان ته داخل کړي چې د ډيورنډ پر کرښه د افغان حکومت د پوځ له مقاومت سره مخ سوي او داعش خراسان يې واپس د پاکستان خاورې ته شړلي.

    احسان الله احسان، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی قوماندان دی، هم د سنډی ګارډین ورځپاڼې ته تایید کړې؛ چې د پاکستان پوځ د داعش خراسان څانګې سره افغانستان ته د ننوتو په برخه کې مرسته کوي او زياتوي چې داعش خراسان مېلمه پالنه او روزنه په پاکستان کې ښه په خوند سره کېږي؛ تر څو افغانستان او د سيمې نورو ملکونو ته يې ولېږي.

    سنډې ګارډین د افغان حکومت چارواکو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي، چې د پاکستان له خوا افغانستان ته د داعش د روزنې او استولو په اړه شوې ادعاوې تاییدوي.

    دا چې پاکستان داعش خراسان روزي دا غرب او ټولې نړۍ ته معلومه ده؛ ځکه هغوی د همدې کار لپاره پيسې ورکوي، مرستې ورسره کوي؛ د نړۍ د خاموشۍ ستر دليل همدا دی.

    دلته سيمه او بالخصوص افغانستان کې امنيت، سوله دوی ته د زغم نه ده؛ دوی افغانستان د جګړې په ميدان تبديل کړی وو چې د روس و غرب او نورو طاقتونو تر منځ به سړې جګړې دلته دوام کاوه؛ هر يوه به دا کوښښ کوئ چې دلته افغانستان کې له جګړې په ګټه اخيستنې سره خپلې ګټې خوندي او خپل حريف ته ضرور و رسوي؛ چې د طالبانو واک ته رسېدو سره د دوی دغه ګټې چې جګړې کې يې درلودې خو قرباني يې افغانان وه؛ له منځه لاړې. اوس بيا ځلي د پاکستان په ذريعه هڅه کوي داعش خراسان او شمالي ټلوالې په روزلو سره جګړه پيل کړي.

    ايران د عربستان، يهودو او امريکا يو ګډ دښمن دی چې د داعش په ذريعه دوی هڅه کوي ايران ته زيان و رسوي؛ چې د عربستان او يهودو پټې مرستې له پاکستان سره د همدې هدف لپاره دي. خو دلته د طالبانو واک ته رسېدلو سره دوی خپل هدف ته نه سي رسېدلای.

    طالبان نه پرېږدي چې يو ځلي بيا افغانستان د جګړو په ډګر بدل سي او نه هم طالبان د چا فرمايشات خپل ملک کې مني؛ ځکه د طالبانو په ضد او د داعش خراسان نورو ملکونو ته د رسولو په پار پاکستان د شمالي ټلوالې سره لاس يو کړ؛ داعش خراسان او شمالي ټلوالې تر منځ يې پاکستان کې ناستې تر سره کړې تر څو د طالبانو په ضد له يو و بل سره مرستې وکړي خو د غرب، يهودو او عربستان اصل هدف د داعش خراسان او شمالي ټلوالې د يو کولو څخه دا دی چې د شمالي ټلوالې په ذريعه داعش خراسان و روسيې، ازبکستان، ايران او نورو ملکونو ته و رسوي چې تر ډېره بريالي هم سوه او داعش خراسان يې تر روسيې د شمالي ټلوالې په جامه کې و هم رسول؛ ځکه شمالي ټلواله د ايران، تاجکستان او….. سره ډيرې نژدې اړيکې لري او د دې اړيکو په درلودلو سره بريالي سوه.

    پاکستان خلک لري، په هر بخش کې روزلې لري، پوځ لري، ډلې لري چې د کرايې لپاره يې غرب، یهودو، عربستان او هر هغه چاته ورکوي، کار پرې ورته کوي چې دوی ته پيسې ورکوي.

    مخکینۍ مقالهقاضي القضات: د محاکمو مسوولین باید داسې اوصاف پیدا کړي چې له نورو خلکو سره یې څرگند توپیر وشي
    راتلونکي مقاله افغانستان په لومړي ځل عراق ته سیروم صادر کړل

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.