Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»افغانستان په لومړي ځل عراق ته سیروم صادر کړل
    افغانستان

    افغانستان په لومړي ځل عراق ته سیروم صادر کړل

    صابر افغانصابر افغان6 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «ملي شِفاء فارماسيټيکل» درمل جوړولو یوې کارخونې د لومړي ځل لپاره عراق ته سیروم صادر کړي دي.د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د یادو سیرومو ارزښت ۸۵۰زره امریکايي ډالر دی، چې یو مېلیون او ۸۰۰زره بوتله طبي سیروم پکې دي.

    په کابل کې په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې د کابینې د وزیرانو سربېره یو شمېر پانگه‌والو هم برخه اخیستې وه او عراق ته یې د سیروم صادرول په طبي برخه کې یوه لویه لاسته‌راوړنه وبلله

    «ملي شِفاء فارماسيټيکل» کارخونې مشر نثاراحمد تره‌کي وویل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې امنیت ټینگ شوی او پانگه‌والو هم د پانگونې زمینه برابره شوې ده.

    نوموړي وویل، د «ملي شِفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو کارخونه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په پانگونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړ او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دغې کارخونې د پانگونې کچه ۲۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي.

    د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي مشر ډاکټر عبدالباري عمر وویل، په شاوخوا درېیو کلونو کې کوم پرمختگ چې موږ د صنعت او د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې وینو؛ دا د هېواد په نږدې تاریخ کې کم سارې موضوع ده او له ظالمانه بندیزونو سره سره؛ بیا هم افغانستان د پرمختگ او ځان بسیاینې په لور گامونه پورته کوي.

    ده وویل، د اسلامي امارت د حاکمیت مخکې هېواد ته ۹۰ سلنه درمل په ناقانونه ډول واردېدل؛ خو اوسمهال ۸۰ سلنه درمل په قانوني ډول واردېږي او د قاچاقي درملو مخه یې نیولې ده.

    یاد کارخونه په کال کې د ۴۳ مېليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ مېليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنگه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

    په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته اوسمهال گڼ پانگه‌وال چمتو شوي چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي او افغانستان د ځان بساینې خوا ته نږدې کړي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان د داعش خراسان روزنه ولي کوي؟
    راتلونکي مقاله په کابل کې د روسیې سفیر د کازان په غونډه کې د افغانستان استازي ته د گډون بلنه ورکړې

    مربوطه لیکنې

    د بدخشان د نن ورځې چاودنې د پړې اخيستو پر سر د داعش او شر او فساد ډلو سیالي

    4 اکتوبر 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند، اسماعيل بقايي: د سعودي عربستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو حضور د یمن بحران لا پېچلی کوي؛ هيله لرو چې دا يوازې يوه اوازه وي

    4 اکتوبر 2026

    مولوي عبدالسلام حنفي کندهار کې د زندانیانو ستونزې او غوښتنې اورېدلي

    4 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 4 اکتوبر 2026

    د بدخشان د نن ورځې چاودنې د پړې اخيستو پر سر د داعش او شر او فساد ډلو سیالي

    داسې مهال چې نن سهار، د هېواد په شمال ختيځ کې د بدخشان د واخان…

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٢ مه.#هندوکش‌غږ

    4 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    4 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بدخشان د نن ورځې چاودنې د پړې اخيستو پر سر د داعش او شر او فساد ډلو سیالي

    4 اکتوبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٢ مه.#هندوکش‌غږ

    4 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    4 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،263 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.