Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»پاکستان د داعش و شر او فساد ډلې ترمنځ د تفاهم تسهیلونکی
    راز

    پاکستان د داعش و شر او فساد ډلې ترمنځ د تفاهم تسهیلونکی

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش5 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    وحیدالدین حیدر

    پاکستان له افغانستان سره کابو 6500 کیلومتره اوږده پوله لري، یاد هېواد په 1947 کال رامنځ ته شو له هماغه تاسیس نیټې رادیخوا یې افغانستان سره دښمنانه سیاستونه مخ ته وړي، او افغانستان تل ورته د یو دوست او ګاونډي په سترګه کتلي او د ښو اړیکو هیله یې ترې لرلې.
    دا هېواد افغانستان ته د خپل مارکیټ په حیث کتلي د افغانستان په کورنیو مسایلو کې یې لاسونه وهلي، ان د تنظیمونو د ایجاد او بیا جنګولو ابتکار هم د پاکستان هېواد و. د دوی مذهبي مشرانو هرې نادودې ته د اسلام جامه ور اغوستې او توجیه کړې یې ده.
    د یاد هېواد ملکي حکومتونه د نظامي ځواک تاثیر لاندې دي او ملکي حکومتونه یې هم افغانستان او ان ټولو ګاونډیو سره دښمنانه سیاستونه پر مخ وړي چې د دوی دغه ناکاره سیاستونو پاکستان د ګړنګ پر غاړه درولی، پاکستان د بنګله دیش سره د اړیکو مقاطعه لري یعنې بنګله دیش له پاکستانه له بېلیدو وروسته دې هېواد سره دښمني پالي، هندوستان خو پینځه ځلي پاکستان سره ښکر په ښکر شوی چې د ټولې جګړې د پاکستان په ماتې تمامې شوي، همدا ډول د ایران سره پر پوله جنجالونه لري، د بلوجستان له سرحده ایران ته د ایران وسلوال مخالفین ور اوړي، وخت ناوخت د ایران پر پوستو او فوځ باندې بریدونه کوي او ایران له پاکستانه څو ځله شکایت کړی چې پاکستان کې د ایران مخالفین پټنځایونه لري او د پاکستان د فوځ له لوري یې ملاتړ کېږي.
    څو ورځې وړاندې د دوی اړیکې دومره ترینګلې شوې چې ایران پرې څو توغندي وتوغول او د بلوجستان ایالت کې یې ګڼ ماشومان او ښځې ووژل شوې، پاکستان یې په غبرګون کې د ایران پر خاوره میشت بلوچ قوم په نښه کړ.
    د پاکستان ستراتیژیک دوست هېواد چین دی چې هغه یې هم بې داغه نه دی پریښی او د دې هېواد شین جین ایالت کې یو نیم د تاوتریخوالې پېښې کېږي چې نوموړی هېواد یې ملامتي د پاکستان پر غاړه ور اچوي.
    د پاکستان د شرارت پالیسیو د دې هېواد اقتصاد له بحران سره مخ کړی، قیمتي پکې په بې ساري کچه لوړه ده، د ګاونډیانو پولې یې پر مخ ډېری وخت تړلې وي. ددې هېواد ټوله سیاسي طبقه د فوځ له دسترخوانه تغذیه کېږي او فوځ یې هم د اسلام مبارک دین د ابزار په توګه کارولی.
    د سپتمبر له پېښې سره سم د امریکې ولسمشر جورج ډبلیو بش پاکستان ته په واضح ټکو وویل یا زما سره او یا هم زما په وړاندې ودرېږه او انتخاب ستاسې په لاس کې دی. پاتې دې نه وي چې بش په افغانستان حمله یو صلیبي جګړه وګڼله او ټوله صلیبي ټلواله یې ځان سره ودروله، جنرال مشرف د بش له خبردارۍ وروسته قوم ته وینا وکړه او د امریکې سره یې د امنیتي، نظامي او استخباراتي تړون یو باب پرانیست. مشرف دغه تړون د حدیبی د تړون مثال یاد کړ بیا یې د اسلامي امارت مشران ونیول او امریکایاتو ته یې په لاس ورکړل، د نظامي اډو برسېره یې ناټو ته اکمالاتي لاره له کراچۍ بندر تر تورخم دروازې پورې په اختیار کې ورکړه.
    اوس یو ځل بیا چې اسلامي امارت امریکا او د هغه متحدین په افغانستان کې په ګونډو کړل د جمهوریت سیاسي څېرو، وکیلانو او ان جنګي قومندانانو ته یې ځای ورکړی او هلته یې ساتلي. د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د تېر نظام د پارلمان رئیس رحماني سربېره د کریم خلیلي او یونس قانوني تود هرکلی وکړ.
    پاکستان تمه لرله چې اسلامي امارت به د دوی د هر امر تابع وي مګر کله یې چې خپله دا هیله نامراده ولیده، د تېر نظام څو منفور او جنګي قومندان یې په غېږ کې ونیول ترڅو د افغانستان امنیت وګواښي او نظام یې تهدید کړي.
    د هندوکش د معلوماتو پر اساس پاکستان د شر او فساد ډلې د مهم غړي او په ملي مقاومت شوری کې د مشرقي شوری مسؤل حضرت علي او زوی يې په پيښور او اسلام آباد کې د داعش او شر او فساد ډلې تر منځ د روابطو او دوه اړخيزو همکاريو د تنظيم په چارو بوخت دی، د دې مجالسو او توافقاتو په اساس دوی به په مشترک ډول په افغانستان کې د بريدونو لپاره مالي او تسليحاتي امکانات برابروي. دا ناستې اکثره د ملک زرين او حاجي حيات الله په همکارۍ او منځګړيتوب ترسره کيدلې.
    ایوب زرین د محمد زرين زوی چې د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ میاګو کلي اصلي هستوګن دی او اوس مهال د پاکستان خيبر پښتونخوا د باجوړ مسکیني سيمې په سالار زو کلي کې اوسیږي، ډیری وخت اسلام آباد او کراچۍ ښارونو ته سفرونه کوي. نوموړی د شر اوفساد ډلې له خوا د کنړ ولایت لپاره تش په نوم والي و. یاد شخص په مسکیني سیمه کې په ۱۴۴۵/۴/۲۵نېټه د داعش خراسان څانګې له لوړې کچې مسؤلينو سره ملاقات کړی و.
    د دې ناستو په دوام په۲۰۲۳/۰۳/۲۰نېټه په اسلام آباد کې د داعشي خوارجو، شر او فساد ډلې او د تير نظام د ځينو نظاميانو تر منځ بله ناسته وشوه او په دې توافق وشو چې د اسلامي امارت پر ضد به په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې فعالیتونه ترسره کوي او د ځينو بريدونو پړه به د داعش ډله په غاړه اخلي.
    د يادې غونډې په تعقيب په اسلام آباد کې په ۲۰۲۳/۰۶/۰۵نېټه د داعشي خوارجو او شر او فساد ډلو ترمنځ بله ناسته د مشرقي زون د شر او فساد او داعشي خوارجو د مسؤلينو تر منځ ترسره شوه چې د حضرت علي نماينده ګل کريم شاړي هم پکې ګډون درلود.
    د مقاومت جبهې او داعش ډلې قومندانانو او محلي نظامي مسؤلينو اوس مهال په پټه يو له بل سره د اړيکو جوړولو او همکارۍ په موخه ځينې پرمختګونه هم کړي دي.

    مخکینۍ مقالهد(هندوکش غږ) په نوم ازاده او بې‌پرې ویب پاڼه پر لیکه شوه!
    راتلونکي مقاله ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې نږدې دوه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    د ايران بالعربية رسنۍ د راپور له مخې د ايران د مذهبي مشر خامنه‌ ای…

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.