Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین
    سیاسي لیکني

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    عمران آغاعمران آغا22 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر ځان د کورنۍ ناامنۍ په لومو کې راګیر کړی او له خپلې اصلي څېرې څخه یې پرده پورته کړې ده. د یرغلیزې او تهاجمي جګړې کومه لړۍ چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې پیل کړي، څرګندوي چې د دې هېواد کورنی واک د هغوی د خپلو ملکي او پوځي مسؤلینو په لاس کې نه دی، بلکې له بهره تنظیم او رهبري کېږي. د پاکستان رول تر ډېره د داسې یوه عسکر په څېر دی چې د امرونو له پلي کولو پرته بله لار نه لري؛ یو داسې عسکر چې د یوه روباټ په څېر عمل کوي او یوه سوځېدلې مهره ده.

    د بېلګې په توګه، پاکستان په تېرو یو یا دوو کلونو کې له کورنۍ ناامنۍ، د داخلي مخالفو ډلو له ظهور او د مخالفو ډلو له وسلوالو او تهاجمي فعالیتونو څخه کړاو ویني. د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې همېشه د مخالفو ډلو ترمنځ شخړې او نښتې روانې دي او د دې هېواد پوځي ځواکونو یې په وړاندې همېشه کمزورې مقابله کړې ده.

    په داسې معاملو او دوامدارو جنجالونو کې د جمهوریت د وخت ځینو تښتېدلو مخالفینو د پاکستان مات شوی لاس په لاس کې نیولی او د سولې غوښتونکي لقب یې ورکړی، داسې انګېري چې ګواکې په اوسني وضعیت کې یواځې پاکستان کولای شي چې مرسته یې وکړي او د خپلو موخو په لاس ته راوړلو کې به ورسره مل شي.

    په حقیقت کې دا ډول کسان نه د ملي هویت رنګ لري او نه یې په کومه ټاکلې خاوره کې ریښه او بنسټ شته؛ بلکې هر یو یې د خپلو شخصي ګټو زامن دي او د نورو په کور کې د حرامې مړۍ د موندلو په لټه کې منډې وهي. دې سرتمبه کسانو پخوا هم له ځانه داسې کرکجنه او بې‌ باوره څېره پرېښې ده، اوس هم په دوکې او چل بوخت دي؛ چې له مخې یې نه خبرو ته ارزښت ورکول کېدای شي او نه لږ اندازه باور پرې کېدلی شي.

    دغه مکر او فریب تر دې کچې رسېدلی چې آن د هغوی ځینو پخوانیو څنګلورو هم ترې خپله کرکه څرګنده کړې او په تندو او سپکو الفاظو یې د هغوی پر باور برید کړی.

    دا کسان د تېرو لسیزو د ویجاړیو تکراروونکي یادېږي؛ چا چې افغانستان د تاریخ په کنډوالو بدل کړی او کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولې وې. اوس همدوی د سولې او ثبات د راوستونکي په توګه، د پاکستان په را وړاندې کولو سره په حقیقت کې غواړي د افغانستان په اوسني منسجم او ټینګ جوړښت کې نوی درز رامنځته، بنسټ یې سست او کمزوری کړي.

    د افغانستان په اړه د دې ډول نندارو جوړول او د داسې حضوري او مجازي بحثونو تنظیمول، هغه هم د دوو ستونزه لرونکو طرفونو یعنې د جمهوریت د تښتېدلو مخالفینو او دوکه باز پاکستان له لوري، د تېر سوځېدلي تاریخ له تکرار پرته بل څه نه دي او د افغانستان له تباهۍ پرته به بله پایله ونه لري.

    له همدې امله، دا ډول د خبرو یووالي، هڅې او رسنیزې نندارې په رسنیو کې له ځان مطرح کولو او په څپېړه له مخ سره کولو پرته بله موخه نه لري.

    کله چې بې‌ باوري له داخل څخه راوځي او له خپلو کسانو څخه یو یې خپلې کورنۍ ستونزې افشا کوي، له شک پرته چې دا ټولې دسیسې او چلونه په پایله کې د همدغو کسانو لپاره بدنامي او شرم راوړي، همدارنګه تر بل هر وخت ډېر د افغانستان د غیرتي ولس په وړاندې د کرکې وړ او بدنامېږي.

    له اوسني وضعیت سره د هغو پخوانیو پېښو په تړلو سره چې همدا تښتېدلي مخالفین یې عاملین او بنسټګر وو او نن چې همدې کسانو د پاکستان په غېږه کې پناه اخیستې او د ستونزو د حل یوازینۍ لاره یې ګڼي؛ له دې سره ولس دې پایلې ته رسېږي چې دا خلک له پخوا تر اوسه د هېواد خیر غوښتونکي نه وو، موخه یې د خپلو شومو شخصي ګټو له ترلاسه او د دښمنو هېوادونو د ناوړه موخو له پوره کولو پرته بل څه نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن د مذاکراتو جزئیات خپل افغان سیال سره شریک کړي

    مربوطه لیکنې

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    21 اپریل 2026

    د پاکستان او سعودي امنیتي تړون ولې په سرخوږي بدل شو؟

    21 اپریل 2026

    له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه

    20 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 اپریل 2026

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    پاکستان په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر ځان د کورنۍ ناامنۍ په…

    د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن د مذاکراتو جزئیات خپل افغان سیال سره شریک کړي

    22 اپریل 2026

    هېواد کې د شهیدانو د ياد ساتنې او ثبت نوی آنلاین پلیټفارم رسماً پرانیستل شو

    22 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان پلوه ډلې؛ د سولې او ډیپلوماسۍ د متناقضو روایتونو وړیا مبلغین

    22 اپریل 2026

    د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن د مذاکراتو جزئیات خپل افغان سیال سره شریک کړي

    22 اپریل 2026

    هېواد کې د شهیدانو د ياد ساتنې او ثبت نوی آنلاین پلیټفارم رسماً پرانیستل شو

    22 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،180 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.