پاکستان کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ټولو هغو افغان کډوالو چې هېواد ته د بېرته ستنېدنې پر مهال د خپلو شتمنیو اړوند ستونزې سره مخ شوي، غوښتي چې له یاد سفارت سره دې په اړیکه کې شي.

یاد سفارت په خبرپاڼه کې زياته کړې، چې د کډوالو ستونزه د پاکستان حکومت سره شریکه شوې او رسېدنه به ورته کیږي.

خبرپاڼه کې راغلي، هغه کډوال چې د خپلو ملکیتونو په اړه اندېښنه لري خپله ستونزه دې له کره اسنادو سره له دوی سره شریکه کړي ترڅو یې ستونزو ته رسېدنه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version