‏پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير عاطف مشعل ويلي، چې په تېرو څو لسیزو په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې، د پاکستان له لوري د تجارت څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل د افغانستان پر خپلواکه تصمیم‌نیونه ښکاره فشار و.

هغه ويلي، د افغانستان وروستی دریځ او د دې انحصار کمول یوازې د بازار خبره نه ښکاري؛ بلکې یو سخت، سیاسي او اقتصادي مهم تصمیم و؛ یو داسې تصمیم چې د اوږدمهاله عزت، ثبات او ملي ګټو له منطق نه راولاړېږي.

د مشعل په خبره هغه سوداګري چې مادي ګټه ولري، خو سیاسي بیه پرې غواړي، د یو هېواد د پایداره ثبات لپاره د منلو وړ نه ده.

نوموړي د افغانستان وروستۍ تاريخي پرېکړې ته په اشارې زياته کړې، چې ازاد ملتونه د خپل اختیار او خپل مدیریت له لارې خپل اقتصادونه پر پښو دروي او په خبره یې دا اصل د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره هم صدق کوي.

د مشعل په خبره که له شخصي علایقو او لنډمهاله محاسبو بهر ووځو، دا ډول پرېکړې د هغو هېوادونو لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانیزي چې د لویو ننګونو تر سیوري لاندې وي.

د هغه په باور افغانستان نور محصور هېواد نه دی؛ بلکې د سیمه‌ییز وصل، او بدیلو اقتصادي دهلیزونو مهم مرکز ګرځي.

عاطف مشعل په پای کې ويلي، چې افغانستان هغه وخت باثباته او باعزته اقتصادي راتلونکي ته رسېږي، چې د انحصار پر ځای توازن، د فشار پر ځای انتخاب او د مجبوریت پر ځای بدیل ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version