
پاکستان کې پخواني افغان سفير عاطف مشعل د پاکستان پوځي رژیم دفاع وزير خواجه اصف د هغه ټويټ په غبرګون کې، چې تاجکستان کې د چينايي وګړو وژنه یې د افغانستان کار بللی و ويلي، نړيوال پوهېږي چې ترهګريزې شبکې په تاريخي ډول چېرته جوړې شوې دي.
د مشعل په خبره په نننۍ نړۍ کې، افغانستان نور د نیابتي ډلو مرکز نه ده؛ بلکې زموږ جغرافیه د اتصال د مرکز په توګه پیژندل کیږي.
هغه خواجه اصف ته په غبرګون کې ليکلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د پخوانیو کیسو تکرار په ننیو واقعیتونو باندې د نه پوهېدو له امله دی.
د نوموړي په وينا د افغانستان د ملي ګټو لپاره سیمه اییز ثبات لومړیتوب لري، لکه څنګه چې یو باثباته افغانستان د سیمې لپاره دی.
مشعل ويلي، چین سره د افغانستان اړيکې په متقابل باور، درناوي او اوږدې ملګرتیا پورې تړلي دي او چینایي اتباع په خوندي ډول په افغانستان کې اوسېږي.
هغه ټينګار کړی، چې افغانستان دا مهال له تاجکستان سره هم د باور او همکارۍ یو رغنده پړاو ته ورداخلېږو.

