د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا پوښتنه مطرح کېږې، آیا هغه افراد چې د جمهوري نظام له د ننه د فساد له کبله د دغه نظام د پرځېدو عاملین وو او مستقیم رول یې پکې درلوده، د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي او که نه!؟ د دې پوښتنې ځواب خورا واضح او څرګند دی.
هغه توري څهرې او ډلې چې د پرځېدلي جمهوریت تر چتر لاندې راټولې شوې وې، افغان ملت پرې اعتبار بایللی، دوی لوبېدلي او پلورل شوي دي؛ که پر واقعیتونو بناء تحلیل وکړو، نو په افغانستان کې د یو مرکزي حاکمیت په شتون کې ولس داسې نا اهله، مفسد او ناکام سیاسي رهبران نه مني او په هیڅ صورت یې په واکمنۍ کې اطاعت ته غاړه نه ږدي، دوی د باور وړ سیاسي طرحه، رهبري او ولسي ملاتړ هم نه لري او واکمني به یې د یوې بلې ماتې لامل ګرځي.
که په تېر کې د دوی ناولو کړنو ته لږ تم شو او راویې سپړو، نو دا څهرې په خپل تېر ژوند کې د فساد خورا تور تاریخ لري. په تېرو شلو کلونو کې، هغه څهرې چې نن ځانونه مقاومتګر، تبعیدي ولسمشران او د آزادۍ ملاتړي بولي، د هماغه فاسد جمهوري رژیم د رأس افراد وو، چې د ملت پر اوږو یې په استبداد او اشغالګرو ځان بار کړی و، قومپالنې، هر ډول فساد او لسګونو ناروا کړنو ته یې لاس کړی و.
د جمهوري نظام همدې تورو څهرو، سره له دې چې د لوېدیځ له خوا بېساری سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ ورسره و، نه یوازې دا چې د هېواد په ګټه مؤثر او ولسي بنسټونه رامنځ ته نه کړل، بلکې د فساد، غلا، درغلۍ، واسطې او له بهرنیو استخباراتو سره د تړاو بدترین ډولونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د شفافیت نړۍوال سازمان د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې د فساد د ادراک په شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۶۵م ځای کې و. دې ځای ته هېواد د همدې تورو څهرو د رشوت او فساد له کبله رسېدلی و، چور او فساد د نظام په منځ کې دومره نغښتي وو، لکه په رګونو کې وینه؛ په دغه حکومت کې څو با نفوذه کورنیو مهم دولتي پوسټونه نیولي وو او ملي شتمنۍ یې د خپل شخصي میراث په توګه وېشلې.
په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او د هغې د متحدینو له خوا ملیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، خو ډېری یې یا د فاسدو چارواکو جېبونو ته لاړل یا په بېثمره پروژو کې ضایع شول. د عادي خلکو ژوند لا هم د فقر او نا امنۍ په ګرداب کې ګیر پاتې شو، خو ملیاردونه ډالره مرستې تنها یوې کوچنۍ طبقې ته نفعه ورسوله او بس.
د جمهوري نظام په اډانه کې د دومره فساد پړسوب او په بد برخلیک د جمهوري واکمنۍ په اخته کېدو کې بهرني یرغلګر هم دخیل وو، دوی د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره غله او جنګ سالاران لا مطرح، رهبران، وزیران، سیاستوال، سفیران، والیان او قوماندانان کړل، د فساد له ټولو قضیو یې خبرتیا لرل، خو بیا یې هم د دوی پر فساد سترګې پټولې او د فساد د له منځه وړلو لپاره یې جدي پریکړې نه کولې.
پخواني مفسد چارواکي، چې د یوه جوړ ساختار ساتنه یې ونشوای کړای او د خپل فساد له کبله یې لومړی د نظام بنسټونه کمزوري او بیا نظام له منځه یووړ او مستقیم پکې دخیل وو، په هیڅ نوعیت پر افغانستان د بیا واکمنۍ لیاقت نه لري، ازمویل شوي باید بیا ونه ازمویل شي او د افغانستان برخلیک د داسې چا په لاس ورنه کړل شي چې د څو لسیزو ناخوالو عاملین دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.