Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پخواني مفسد چارواکي په افغانستان کې د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي؟
    لیکني

    پخواني مفسد چارواکي په افغانستان کې د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي؟

    صابر افغانصابر افغان15 جولای 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا پوښتنه مطرح کېږې، آیا هغه افراد چې د جمهوري نظام له د ننه د فساد له کبله د دغه نظام د پرځېدو عاملین وو او مستقیم رول یې پکې درلوده، د سرپرست حکومت بدیل کېدای شي او که نه!؟ د دې پوښتنې ځواب خورا واضح او څرګند دی.

    هغه توري څهرې او ډلې چې د پرځېدلي جمهوریت تر چتر لاندې راټولې شوې وې، افغان ملت پرې اعتبار بایللی، دوی لوبېدلي او پلورل شوي دي؛ که پر واقعیتونو بناء تحلیل وکړو، نو په افغانستان کې د یو مرکزي حاکمیت په شتون کې ولس داسې نا اهله، مفسد او ناکام سیاسي رهبران نه مني او په هیڅ صورت یې په واکمنۍ کې اطاعت ته غاړه نه ږدي، دوی د باور وړ سیاسي طرحه، رهبري او ولسي ملاتړ هم نه لري او واکمني به یې د یوې بلې ماتې لامل ګرځي.

    که په تېر کې د دوی ناولو کړنو ته لږ تم شو او راویې سپړو، نو دا څهرې په خپل تېر ژوند کې د فساد خورا تور تاریخ لري. په تېرو شلو کلونو کې، هغه څهرې چې نن ځانونه مقاومتګر، تبعیدي ولسمشران او د آزادۍ ملاتړي بولي، د هماغه فاسد جمهوري رژیم د رأس افراد وو، چې د ملت پر اوږو یې په استبداد او اشغالګرو ځان بار کړی و، قوم‌پالنې، هر ډول فساد او لسګونو ناروا کړنو ته یې لاس کړی و.

    د جمهوري نظام همدې تورو څهرو، سره له دې چې د لوېدیځ له خوا بې‌ساری سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ ورسره و، نه یوازې دا چې د هېواد په ګټه مؤثر او ولسي بنسټونه رامنځ ته نه کړل، بلکې د فساد، غلا، درغلۍ، واسطې او له بهرنیو استخباراتو سره د تړاو بدترین ډولونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

    د شفافیت نړۍوال سازمان د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې د فساد د ادراک په شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۶۵م ځای کې و. دې ځای ته هېواد د همدې تورو څهرو د رشوت او فساد له کبله رسېدلی و، چور او فساد د نظام په منځ کې دومره نغښتي وو، لکه په رګونو کې وینه؛ په دغه حکومت کې څو با نفوذه کورنیو مهم دولتي پوسټونه نیولي وو او ملي شتمنۍ یې د خپل شخصي میراث په توګه وېشلې.

    په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او د هغې د متحدینو له خوا ملیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، خو ډېری یې یا د فاسدو چارواکو جېبونو ته لاړل یا په بې‌ثمره پروژو کې ضایع شول. د عادي خلکو ژوند لا هم د فقر او نا امنۍ په ګرداب کې ګیر پاتې شو، خو ملیاردونه ډالره مرستې تنها یوې کوچنۍ طبقې ته نفعه ورسوله او بس.

    د جمهوري نظام په اډانه کې د دومره فساد پړسوب او په بد برخلیک د جمهوري واکمنۍ په اخته کېدو کې بهرني یرغلګر هم دخیل وو، دوی د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره غله او جنګ سالاران لا مطرح، رهبران، وزیران، سیاستوال، سفیران، والیان او قوماندانان کړل، د فساد له ټولو قضیو یې خبرتیا لرل، خو بیا یې هم د دوی پر فساد سترګې پټولې او د فساد د له منځه وړلو لپاره یې جدي پریکړې نه کولې.

    پخواني مفسد چارواکي، چې د یوه جوړ ساختار ساتنه یې ونشوای کړای او د خپل فساد له کبله یې لومړی د نظام بنسټونه کمزوري او بیا نظام له منځه یووړ او مستقیم پکې دخیل وو، په هیڅ نوعیت پر افغانستان د بیا واکمنۍ لیاقت نه لري، ازمویل شوي باید بیا ونه ازمویل شي او د افغانستان برخلیک د داسې چا په لاس ورنه کړل شي چې د څو لسیزو ناخوالو عاملین دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستانی طالبانو ټانک کې یو پولیس ژوندی نیولی
    راتلونکي مقاله د سوریې په السویداء کې د نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۸۹ تنو ته رسېدلی

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جولای 2026

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    باوري سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یوف د…

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    25 جولای 2026

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.