Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پخوانۍ شمالي ټلواله یا د اوس وخت مقاومت جبهه ولې شر او فساد جوړوي؟
    لیکني

    پخوانۍ شمالي ټلواله یا د اوس وخت مقاومت جبهه ولې شر او فساد جوړوي؟

    صابر افغانصابر افغان4 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د افغانانو مقاومت بریالی شو خو هیواد د یوې بلې نا اټکل شوي جګړې په میدان واوښت؛ دا کورنۍ جګړه وه او هغه څوک یې برخوال وو چې د شوروي په وړاندې مقاومت کې یې د اتلانو او غازیانو نومونه ګټلي وو.

    دې جګړې په ډیر سرعت سره قومي او سمتي بڼه خپله کړه؛ تاجک د پښتون، پښتون د تاجک، ازبک، هرازه او… قومونه د یو بل په وړاندې ودرېدل؛ هر چا هڅه کوله اقتدار تر لاسه کړي او د واک په ګدۍ کښېني.

    د هیواد په جنوب کې یو څو پښتانه د دیني زده کړو طالبان او علماوو دا حالت تر زغم پورته ولید؛ را ولاړ شول خپله سیمه یې له فتنې پاکه کړه خو ژر د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ورته د مرستي لپاره لاسونه جګ شول؛ هماغه وو چې په یو منظم خوځښت بدل شول او د طالبانو اسلامي تحریک نوم پرې کېښودل شو.

    له دې غورځنګ سره سم یې قومي جوړښت له لاسه ورکړ او د هر قوم او هرې سیمي خلک تر څنګ ودرئدل او بیا په تقریباً ټول هیواد له واک تر لاسه کولو وروسته یې منظم حکومت جوړ کړ.

    د کورنۍ جګړې مخکښانو نه زغمل؛ سره راټول شول او په وړاندې یې د مقاومت ائتلاف وکړ؛ دا چې دا مردود مقاومت د شمال په یوه کوچنۍ سیمه کې وو نو د شمال ائتلاف(شمالي ټلواله) نوم یې خپل کړ.

    شمالي ټلواله تل په دې هڅه کې وه چې په هیواد کې شر او فساد رامنځته کړي؛ دوی د طالبانو په وړاندې هر هغه کار ته مخه کوله چې د اسلامي امارت نظام یې ننګاوه؛ د خپلو شریرو فعالیتونو په لړ د پردیو جاسوسان شول او ښه په زغرده یې د غلامۍ توقونه په غاړه کړل.

    په اوس وخت کې د مقاومت په نوم جبهه چې له آره د شمالي ټلوالي پاتي شونې دي؛ هم هر هغه څه ترسره کوي چې په هیواد کې د شر او فساد سبب ګرځي؛ هڅه کوي د نړیوالو په مرسته یو ځل بیا د افغانستان اشغال ته زمینه برابره کړي.

    خو اوس پوښتنه داده چې ولې دوی شر او فساد جوړوي؟

    دا پوښتنه ممکن ګڼ ځوابونه ولري چې د هر چا د خپل فکر محصول دي، خو زما د معلوماتو په اساس لاندې څو موارد دي:

    ١. د قومي او سمتي تعصب:
    شمالي ټلواله چې اوسنۍ بڼه یې مقاومت جبهه ده له کلونو راهیسې د قومي او سمتي تعصب په رنځ اخته دي؛ په لومړیو کې د روسانو په اشاره دوی غوښتل چې افغانستان تجزیه کړي خو کله چې د خپلې یادي موخې په وړاندې د ولس د مخالفت قوت ولید نو یې هڅه شروع کړه چې که نور څه نه وي اقتدار باید د دوی په لاس کې وي.

    انجنير نظر محمد مطمئن د مجاهدینو خپلمنځې جګړې په کتاب کې د شمالي ټلوالې د مخکیني مشر قسیم فهیم د غږیز پیغام په حواله لیکلي چې د دوی یوازینۍ موخه دا وه چې پښتانه په نا امنۍ کې واچوي او دوی په اقتدار کې معلومه ونډه واخلي؛ هغه وایې چې موږ په یاد کار کې تر ډیره بریالي هم یو.

    ٢. د پردیو جاسوسي:
    شمالي ټلواله د ایجاد له وخته تر دې دمه په بهرني ملاتړ ولاړه ده؛ د دوی هر فعالیت د بهرنیو لخوا تمویلېږي؛ بهرنیان خصوصاً د افغانانو مذهبي مخالفان د افغانستان ستراتیژیکه موقعیت او اهمیت ته په کتلو نه غواړي چې دلته یو منظم، خپلواک، او پراخ بنسټه حکومت شتون ولري، ځکه نو دوی د شر او فساد ډله هڅوي تر څو په افغانستان د باثباتۍ په وړاندې فعالیت ترسره کړي.

    ٣. د واک تنده:
    د شمالي ټلوالې په مشرانو کې د واک لیونۍ تنده موجوده ده؛ همدا د واک تنده وه چې کابل یې د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړ چې تر ډېره د شمالي ټلوالې د موسسینو لخوا ترسره کېده؛ دوی غوښتل په هر حکومت کې د کلیدي پوستونو څښتنان شي.

    د طالبانو له لومړني پرمختګ سره مسعود او رباني په دې شرط له هغوی سره د یو ځای کېدو خبره کوله چې په حکومت کې مشترکه ونډه ورکړي؛ له امریکایې یرغل وروسته د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې هم شمالي ټلوالې غټه ونډه درلوده.

    پورتنیو مواردو ته په کتلو ویلای شو چې مقاومت جبهه کومه چې د شمالي ټلوالې اوسنۍ بڼه ده، ځکه شر او فساد ته لمن وهي چې قومي او سمتي تعصب په ناروغۍ سربېره د نړیوالو استخباراتو له لوري یاد عمل ته هڅول کېږي، تر څو واک تر لاسه کړي او د پردیو ګټې تأمین کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سپاه پاسدارن مهم سیمه‌ییز قومندان د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شو
    راتلونکي مقاله غزني کې د لومړي ځل لپاره د يو میليون ډالرو په ارزښت يوه معياري سړه خونه جوړه شوې

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.