کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال یو تن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له کابل څخه تښتول شوی و، ژغورلی دی.

د یاد وزارت د خبر پاڼې له مخې، انسان‌ تښتوونکو د تښتول شوي کس د خوشې کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو په دې په تړاو څلور تنه نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version