له هغه وخته چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی، نږدې څلور کاله تېر شوي، د حکومت مخالفین چې ډېری یې د جمهوریت له پرځېدو وروسته اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي. تر اوسه ونه توانېدل چې تر یوه واحد بیرغ لاندې سره راټول شي او د سرپرست حکومت په وړاندې واحد دریځ خپل کړي.

په دې موده کې ډیرې پېښې او ټکرونه رامنځ ته شوي چې د دوی ترمنځ یې فاصلې نورې هم پراخې کړې او له یو بل څخه یې لیرې کړي.

څو ورځې وړاندې، د ثور پر ۱۴مه د سویس د «زوریخ نویه سایتونګ» ورځپاڼې یو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي وو چې د سویس د فدرالي مهاجرت ادارې چارواکو د ۲۰۲۴م کال په مني موسم کې وړاندیز کړی، چې پښتانه د افغانستان د تر ټولو لوی قوم په توګه چې دوی یې د طالبانو تر واک لاندې «تر ټولو کم‌ زیانمن قوم» بولي، باید د اجباري بېرته ستنولو په پروسه کې لومړیتوب ولري.

د دې راپور له خپرېدو سره سم، د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ تازه اختلافات راولاړ شول. ځینو دا طرحه غندلې، خو نورو بیا د قومي اغېز له مخې ملاتړ ترې کړی.

که څه هم هلته افغان سفارت دا راپور رد کړ، خو همدې طرحې د مخالفینو ترمنځ شته اختلافات لا ژور کړل او دې اور ته یې نور هم لمبې ورکړې.

په همدې لړ کې د امرالله صالح په څېر کسانو د دې طرحې په غبرګون کې غږ پورته کړ. نوموړي د «زرغون بهیر» په استازولۍ یوه اعلامیه خپره کړه او له سویس او نورو اروپایي هېوادونو یې وغوښتل چې پښتانه دې له طالبانو سره یو شان نه ګڼي.

صالح او ورته نور افراد په دې پوهېږي، که د سرپرست حکومت مخالفین چې مخکې د سیاسي احزابو پر بنسټ وېشل شوي، اوس د قوم پر بنسټ هم سره بېل شي، نو هېڅ غږ او قوت به ورپاتې نشي، شتون به یې له یاده ووځي او د تاریخ په ډیران کې به پریوزي. په مقابل کې، هغه کسان چې د دې طرحې هرکلی کوي، باور لري چې دا یو فرصت دی ترڅو د مخالفو ډلو په لیکو کې د پښتنو نفوذ کم کړي.

دوی دا طرحه داسې ویني چې ګواکې میدان به له رقیبانو خالي شي او د پښتنو د سیاسي څهرو او حرکتونو له منځه وړل به دوی ته زمینه برابره کړي ترڅو د سیاسي امتیازاتو، بهرنیو مرستو او استخباراتي ملاتړ ټولې واګې یواځې په خپله واخلي.

همدا چاره هغوی د جمهوریت په شل کلنه دوره کې هم کړې او آن د کورنیو جګړو پر مهال یې هم ورته ستراتېژي کارولې؛ د قدرت، بهرنیو مرستو او سیاسي موقفونو د لاسته راوړلو لپاره یې له یو او بل سره خونړۍ جګړې کړې دي او بې‌ شمېره وینې تویې شوې دي.

واقعیت دا دی چې د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ دا شخړې او مخالفتونه د پای ټکی نه لري؛ هره ورځ پراخېږي، ژورېږي او پر ستونزو سربېره، د یووالي لپاره هره هڅه د لا نورو اختلافاتو او ټکرونو لامل ګرځي.

له شک پرته چې نه یواځې دا مخالفین د سرپرست حکومت پر ضد د اغېزمنې مبارزې وس نلري، بلکې له دننه هم ورو، ورو د تجزیې او سقوط په لور روان دي او د یووالي هڅې یې تل له ناکامۍ سره مخ کېږي. د یووالي هر ډول هڅه یې یواځې درزونه زیاتوي او هیڅ ډول انسجام نشي رامنځ ته کولای.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version