Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه
    تورې څېرې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    صابر افغانصابر افغان20 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوري ادارې مشر اشرف غني د افغان مهاجرینو د ستنېدو په اړه یو پیغام خپور کړی، هغه په خپل پیغام کې ایران ته پېغور ورکړی، چې جمهوري رژیم د ملیاردونه ډالرو په ارزښت اوبه ایران ته رسولې دي؛ غني یو شمېر هغه افرادو ته چې له افغانیت منکر دي، په خطاب کې ویلي، چې په هر بل نامه مو ځان یاداوه، نن ګاونډي یوازې د افغان په حیث درته ګوري او د افغان په نوم مو باسي.

    غني یادو افرادو ته په خطاب کې ویلي، چې د مذهبي چارو په شمول مو پخوانۍ ريښې په درد نه خوري او نه مو هغه جنګ سالاران په درد خوري چې د دوی(ګاونډیانو) کارونه(جاسوسي فعالیتونه) یې کول. زیاتوي، د دوی آوازونه چیرې دي نن!؟ باټې یې چې وهلې، چیرې دي!؟ د غني یادو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د پارلمان د یو شمېر پخوانیو غړو او هغه افرادو غبرګونونه پارولي، چې همېشه یې له افغان هویت سره جګړه وه او د نورو لپاره یې جاسوسي فعالیتونه کول.

    په یوه داسې عصر کې چې افغان ملت له نړۍوالو ستونزو، مهاجرت، ټولنیزې بې‌ثباتۍ او فشار ترمنځ له خپلې بقا سره لاس او ګرېوان دی، لا هم یو شمېر کسان هڅه کوي چې له افغانیت څخه ځان بېل کړي، ځانونه د قومي، مذهبي، سیاسي یا جاسوسي تړاوونو پر بنسټ نورو ته منسوب او یا هم ځان ته مصنوعي هویتونه جوړ کړي.

    د پرځېدلي جمهوریت هغه چارواکي چې ګاونډیو هېوادونو ته د جاسوسۍ ډېره پراخه مخینه لري، د افغان مهاجرینو اخراج ته له یوې بلې زاویې ګوري او پر خپلو ادرسونو یې په مختلفو بڼو تحلیلوي. دوی هڅه کوي د خپلو تړاوونو او مشترکاتو پر بنسټ، ګاونډي هېوادونه پړ ونه ګڼي، بلکې پړه یې بیرته پر هماغه جمهوریت ور اچوي چې همدوی پکې ډالري معاشات اخیستل، یا هم پر سرپرست حکومت پړه اچوي، چې د حاکمیت یې فقط څلور کلونه تېر شوي.

    د غني څرګندونو له دې کبله د دوی غبرګون پارولی، چې د جنګ سالارانو په اړه یې یو نه پټېدونکی حقیقت څرګند کړی او له افغاني هویت څخه یې د انکار پېغور ورکړی دی. له افغانیت څخه تېښته ممکنه نه ده، دوی که د پردیو جاسوسي وکړي، که د قومي شعارونو تر سیوري لاندې خپلسري هویتونه ایجاد کړي، مذهبي یا کلتوري اړیکې وکاروي، بالاخره د افغان په نوم یادېږي او له دې هویت پرته هیڅ چیرې ژوند نشي کولی.

    له افغان هویت منکرین اصلاً هغه کسان دي چې یا خو د قومي تعصب له لارې د افغان کلمې مخالفت کوي، یا یې د پردیو د اجنډاوو لپاره د افغانیت ضعیف ښکاره کول لازم ګڼلي، یا یې ځانونه د ګاونډیانو یا هم کوم بل بهرني رژیم سیاسي نوکران ګرځولي او یا هم دوی هغه جنګ سالاران دي چې د پردیو جیب او خولې ته یې تمه وي. خو په دې واقعیت باید په واضح ډول ټول جنګ سالاران او د سرپرست حکومت مخالفین پوه شي، چې د چا لپاره دوی افغان هویت له منځه وړی، هغوی یې نن له خپلې خاورې په تحقیر سره شړي.

    د افغانیت منکرین او د دې هېواد پخواني او اوسني دښمنان د خپلو سیاستونو، عقیدو، یا شخصي ګټو له‌مخې، ملت د داخلي شخړو لور ته کش کاوه/ کوي. مخالفین نه یواځې د ملي یووالي مخالفت کوي، بلکې هڅه کوي چې د افغان نوم ناسم، متنازع او محدود وښيي. خو اوس چې هماغه پردي ملتونه دوی ته د افغان په سترګه ګوري، هیڅ چاره نه لري، پرته له دې چې د هغه هویت پر وړاندې سر ټیټ کړي، چې کلونه یې پرې ملنډې ووهلې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه
    راتلونکي مقاله د سوریې کورنیو چارو وزارت: السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک او نښتې درېدلې دي

    مربوطه لیکنې

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025

    تښتېدلي مخالفین؛ له امریکا څخه یې ګیلې او پر لویدیځوالو نیوکې

    12 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.