د افغان حکومت مرستیال ویاند ویلي، د خوست ولايت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي «بدرګې ګورګورې» سيمه کې تېره شپه د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو د توپونو او هاوانونو بريدونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو بريدونو پايله کې د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان او درې نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي فطرت ویلي، د یاد رژیم له لوري د کونړ په منورې، سرکاڼو، ناړۍ او خاص کونړ ولسوالیو هم لسګونه توپونه ویشتل شوي، چې ځاني زیان نهلري.
د چارو شنونکي وایي، د پاکستان پوځي رژیم دغه ډول بریدونه په مخامخ جګړه کې د خپلې وروستۍ شرموونکې ماتې د پټولو لپاره ترسره کوي.
