Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»پر غزې بمباري؛ ۱۰۷ ملکي وگړي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي
    منځنی ختیځ

    پر غزې بمباري؛ ۱۰۷ ملکي وگړي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش4 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د غزې روغتیايي مسوولین وايي، پر غزه د اسرائیلو بمباري لا هم روانه ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
    د روغتیايي مسوولینو په خبره، د جمعې په ورځ هم د اسرائیلو د بمبارۍ له امله په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴۸ نور ټپیان شوي وو.
    د ۲۰۲۳ز کال د اکټوبر په اوومه حماس او اسرائیلو ترمنخ جگړه پیل شوې ده، چې تر دې دمه د غزې په تړانگه کې ۲۷زره ۲۳۸ فلسطیني ملکي وگړي وژل شوي، چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او همدارنگه ۶۶زره او ۴۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.
    اسرائیلو تر دې مهاله خپل لوري ته د ۱۲۰۰ تنو د وژل کېدو پخلی کړی او د ۲۴۰ تنو نیول کېدل یې منلي دي.
    تېره میاشت وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې پر غزې د اسرائیلو د بمبارۍ راهیسې تر دې مهاله ۷۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي او یا په بشپړه توگه له منځه تللي دي.
    اسرائیل هره ورځ پر غزه ړندې بمبارۍ کوي، چې تر دې مهاله یې زرگونه بمونه د غزې پر خلکو غورځولي دي.
    پر غزه د اسرائیلو د بمبارۍ وروسته په سور سمندرګي کې حوثیان هم هغه بېړۍ په نښه کوي، چې د اسرائیلو سوداگریز توکي لېږدوي او یا هم اسرائیلو ته سوداگریز توکي راوړي.
    حوثیانو ویلي، په سور سمندرگي کې به یې بریدونه تر هغه وخته روان وي، چې اسرائیلو پر غزې خپلې بمبارۍ نه وي درولې.
    سور سمندرگی د نړۍ یوه سوداگریزه لاره ده؛ خو اوسمهال پکې د امریکا او اسرائیلو پرته د نورو هېوادونو بېړۍ ازاد تگ راتگ کوي او یوازې د یادو دوو هېوادونو سوداگریزې بېړۍ په نښه کېږي.
    نن امریکايي او برېتانيي چارواکي ویلي، په سور سمندرگي کې به تر هغه وخته خپلې بمبارۍ روانې وساتي، چې حوثیان یې له پښو غورځولي نه وي.

    مخکینۍ مقالهد داعش څېره ورځ تر بلې څرگندېږي
    راتلونکي مقاله د اسلامي امارت مخالفين څوک دي؟

    مربوطه لیکنې

    د غزې پر ناصر طبي کمپلېکس برید کې د الجزیرې خبریال محمد سلامه شهید شو

    25 اگست 2025

    ملګري ملتونه: د غزې ۹۷ سلنه ښوونځي د اسرائیلو په بمباریو کې ویجاړ شوي

    25 اگست 2025

    روان میلادي کال ۲۲ اسرائیلي پوځیانو ځانونه وژلي

    25 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 اگست 2025

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو تېره شپه دیر کې د ګډو پاکستاني ځواکونو عملیات پر شا تمبولي

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو تېره شپه دیر کې د ګډو پاکستاني ځواکونو عملیات پر شا تمبولي

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،009 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،977 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.