الجزیرې راپور ورکړی، چې پر غزې د اسرائیل تازه هوايي بریدونو کې د حماس د مرکچي پلاوي مشر ډاکټر خلیل الحیه زوی ټپي او یو شمېر نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په ورته مهال خلیل الحیه د پېښې د تايید ترځنګ ټینګار کړی چې دا به د دوی اراده ماته نه کړي؛ ځکه ټول فلسطینیان د خپلو زامنو په څېر بولي.
نوموړي زیاته کړې، دا پېښه ثابتوي چې اسرائیل هېڅ ډول نړیوالو تړونونو ته ژمن نه دي، پر ټولو هوکړو ملنډې وهي، د مرستو مخه نیسي او په لوی لاس د خبرو اترو بهیر له خنډ سره مخ کوي.
الحیه همداراز پر منځګړو هېوادونو غږ کړی چې د اسرائیل د سرغړونو مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي؛ ځکه ترڅو چې د هوکړې لومړی پړاو په بشپړ ډول پلی نه شي، دویم پړاو ته تګ ناممکن دی.
د یادونې وړ ده، چې د خلیل الحیه ۳ نور زامن په غزه کې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې او درېیم زوی یې په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د حماس مشرتابه پر ضد د اسرائیل په یوه برید کې شهیدان شوي دي.
