د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر بېلا بېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د پرلهپسې بریدونو له امله ۸۲ فلسطینیان شهیدان او ۲۶۲ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، له دې سره غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر ۵۳ زره او ۶۵۵ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۲۱ زره او ۹۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د فلسطین روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې لا هم غزه کې د ګڼو شهیدانو جسدونه تر ویجاړیو لاندې بند پاتي، چې د وسایلو د نشتوالي له امله ورته لاسرسی نه کېږي.