د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې د پوځي ښونځي پر بس موټر برید چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان مړه او ټپیان شول، په کلکه غندلی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده؛ خو په عینې حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي په کلکه ردوي.
نوموړي وړاندې ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه چوي.
ښاغلي مجاهد وړاندې زیاته کړې، ا.ا هیڅچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا په وړاندې استعمال شي.
د یادونې ده چې نن سهار بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د یوه پوځي ښوونځي پر بس د ځانتېري برید په پایله کې ۴۳ کسانو ته مرګژوبله واوښته.