د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونيستي رژيم د پرله‌پسې بریدونو له امله ۵۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، له دې سره په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۹۵ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره او ۵۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

د غزې روغتیا وزارت دغه راز ویلي، چې لا هم د زرګونه شهیدانو جسدونه ورک او تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version