Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پر ملي ګټو برید؛ د شر او فساد ډلې پر تابوت وروستی مېخ!
    تورې څېرې

    پر ملي ګټو برید؛ د شر او فساد ډلې پر تابوت وروستی مېخ!

    صابر افغانصابر افغان17 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نړۍ په هر هېواد کې، داسې ډلې او کسان شتون لري چې د هماغه هېواد د ملي ګټو خلاف وي او تر پښو یې لاندې کوي. په افغانستان کې هم د شر او فساد ډله، چې د افغان ملت له دښمنانو سره یې لاس یو کړی، هڅه کوي چې په سیاسي میدانونو کې د ځان لپاره ځای پیدا او د ملي ګټو په قربانولو ورته ورسېږي.

    دغه بد کرداره ډله نه یواځې د افغانستان ملي ګټې د خپلو شخصي موخو لپاره قرباني کوي، بلکې په ښکاره او علني توګه د دې خاورې د دښمنانو هر اړخیزه مرسته او چوپړ کوي.

    یو له هغو مخربو او ناولو کړنو څخه چې په دې وروستیو کې د شر او فساد ډلې ترسره کړ او افغان ملت سخته وغنده، د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل دي. دغه ګام نه تنها د هغو پولو منل دي چې د انګرېزانو لخوا پر افغانستان ورتپل شوې، بلکې د افغانانو له ملي موخو او آرمانونو سره خیانت او د دې ډلې د غلامۍ وروستۍ کچه څرګندوي.

    ډیورنډ چې د یوې تحمیلي فرضي کرښې په توګه پېژندل کېوي، افغانانو هیڅکله د رسمي سرحد په توګه نه ده منلې، ځکه چې دغه تپل شوې کرښه نه تنها دا چې له تاریخي اړخه مشروعیت نلري، بلکې په دوامداره توګه یې په رسمیت پېژندنه د افغان ملت لخوا رد شوې ده.

    په دې سره د شر او فساد ډلې دا وښوده، چې په حقیقت کې د افغان ملت د ګټو په برخه کې هیڅ د مسؤلیت احساس نه لري او یواځې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، همدا چاره او غلام تفکر د دې ډلې د بدنامۍ له لاملونو څخه دي.

    یو بل د شرم وړ او بدنام کار چې په دې وروستیو کې د شر او فساد ډلې له لاسونو ختلی او افغانانو په سختۍ سره غندلی دی، د هېواد پر ورزشکارو ځوانانو برید دی. دې ډلې نه تنها د هېواد د ورزشکارانو له ملاتړ او هڅونې څخه مخ اړولی، بلکې په سختو او له سپکاوي ډکو الفاظو یې د هېواد پر ملي ورزشکارانو لفظي برید کړی. ښکاره ده چې دا ډول کړنې یوازې له هېواد پلورونکو او خاینانو سره ښایي.

    افغان ملت باید په دې پوه شي چې دغه مزدوران او غلامان هیڅکله د افغانستان پرمختګ ته مخه نه ورکوي، د هر هغه چا په وړاندې چې د هېواد ګټو ته ژمن وي، که ورزشکار وي که حکومتي چارواکي یا بل هر څوک؛ لاس په کار کېږي.

    امید دی چې ټول افغانان په دې پوه شوي وي چې له سرپرست حکومت سره د شر او فساد ډلې دښمني د طالبانو له لورې د افغانستان د آبادۍ په موخه، کېدونکو کوښښونو ته له غبرګون پرته بل څه نه دي.

    د شر او فساد ډله د دې پر ځای چې د ځوان نسل ملاتړ وکړي، لفظي برید ورباندې کوي، د بې بنسټه او سپکو خبرو په توسط لفظي جګړه ورسره کوي، دا څرګندوي چې دغه ډله او مزدوران یې له کوم ځایه روزل شوي دي، د کوم جهت لپاره کار کوي او د کومو هېوادونو لخوا تمویلېږي!

    یو مشهور فارسی متل دی چې وایي، “آن که نان دهد فرمان دهد”؛ دوی ته چې ډوډۍ پاکستان، فرانسه او تاجکستان ورکوي، له شک پرته چې امر او فرمان به هم د افغانستان د دښمنانو په ګټه وي او دغه مزدوران به د مسلمان ملت د دښمنانو په لاره کې لا نور هم کارول کېږي.

    د شر او فساد ډلې د رسمي سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې په منلو او د افغان ورزشکارانو په تخریب سره، پر خپل وراسته تابوت وروستی مېخ هم وواهه. له دې وروسته به هېڅ ریښتینی افغان په دغه مزدوره ډله دوکه نشي، د دې مزدورانو هویت او اصالت، افغان ملت او ټولې نړۍ ته څرګند او ثابت شو چې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره خپله خاوره او هویت هم په بازار کې پلوري.

    نړۍ باید پوهه شي چې د شر او فساد ډله هیڅکله د افغانانو د ګټو استازیتوب او دفاع نشي کولای. افغان ملت به د سرپرست حکومت تر بیرغ لاندې په اتحاد او یووالي سره د هېواد راتلونکې روښانه کړي، ځکه چې طالبانو هېڅکله د افغانستان ملي او د مسلمان ملت ګټې د خپلو شخصي ګټو لپاره نه دي قربان کړي، د دې خاورې د هر متر لپاره تر خپلو ځانونو هم تېرېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سترې محکمې لوړ رتبه پلاوي ايران ته د افغان بنديانو د ستونزو د حل په موخه سفر کړی
    راتلونکي مقاله عمران خان په ۱۴ کاله او مېرمن یې په ۷ کاله بند محکومه شوه

    مربوطه لیکنې

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.