د پنجشېر ولایت مقام ویاند، سیفالدین لټون ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۲۲۰ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې په ۲.۶ میلیونه افغانیو پلورل شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغې داوطلبۍ کې کورنیو سوداګرو ګډون کړی و.
د یادونې ده، چې پنجشېر ولایت کې د قیمتي ډبرو استخراج او پلور دغه ولایت کې کاري بوختیاوې ډېرې کړي دي.


