د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې په دغه ولایت کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د کانونو د قانوني استخراج او پانګونې بهیر پراخ شوی او د زمردو تولیداتو د پنځو کلونو له هڅو وروسته په نړیوالو بازارونو کې خپل ځای تثبیت کړی دی.
د سیفالدین لټون په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت په کوربهتوب د کابل د کانونو په تخصصي نندارتون کې د پنجشېر زمردو د پام وړ ځای خپل کړی دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وروستۍ داوطلبۍ کې ۱۲ زره او ۴۲۳ قیراط زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د غړو په حضور کې د ۶ میلیونه او ۳۷۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په پنجشېر کې د زمردو، تورمالین او ګارنېټ د کانونو د استخراج ساحې پراخې شوي او د سوداګرو د پانګونې ترڅنګ، د استخراج، پروسس او صادراتو په برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده. د معلوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کانونو او اړوندو فعالیتونو په برخه کې پر کار بوخت دي.
د پنجشېر ولایت مقام ویاند وایي، تر اوسه په دغه ولایت کې د ۱۷ ډوله منرالونو شتون تثبیت شوی، چې د ځینو د استخراج چارې پیل شوي او د نورو د استخراج لپاره لومړني اقدامات روان دي. د ولایت د مقام په وینا، د کانونو د استخراج چارې د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ، د افغان حکومت د پالیسۍ له مخې په قانوني، شفاف او معیاري ډول پر مخ وړل کېږي.


