‏د پنجشیر ولایت د اقتصاد ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې د یو میلیون او ۶۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۶۰ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.

د پنجشیر د اقتصاد رئیس مولوي فیض‌الباري نوبهار ویلي، دې پروژو کې د کرنیزو کانالونو، کلیوالو سړکونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي، چې د یاد ولایت په دره او پریان ولسوالیو کې پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس‌مهال له یو زر او ۲۰۰ څخه زیات کسان په دغو پروژو کې په کار بوخت دي.

ورته مهال د يادو ولسواليو اوسېدونکو د پروژو د پيل هرکلى کړی او غوښتنه یې کړې چې په پنجشير ولايت کې د پراختيايي او بنسټيزو پروژو پلي کولو ته زياته پاملرنه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version