د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړي حکم د پنجشېر په عنابې‌ ولسوالۍ کې بېرته راستنېدوکو کډوالو ته د يوه ښارګوټي د جوړولو په موخه څه باندې ۱۷۸ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د ياد وزارت خبرپاڼه زياتوي چې د يادې ځمکې د لېږد پروتوکول نن د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ترمنځ لاسليک شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼو نورو ولايتونو کې له بهرنيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په موخه ځمکې ځانګړې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version